له دغه وزارت څخه د چهار شنبې په ورځ په خپره شوې خبرپانه کې لیکل شوي، افغان ځواکونه پر دې توانېدلي چې د کابل ولایت پغمان ولسوالۍ د قلعه حیدرخان په سیمه کې د یوې ترهګریزې پېښې مخه ونیسي.
خبرپاڼه زیاتوي، ترهګرو د پغمان ولسوالۍ په یاده سیمه کې د سړک پر غاړه ماین ځای پر ځای کړی و چې د دې ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ پولیسو تر چاودنې وړاندې شنډ کړی دی.
د سرچینې په وینا، په دې سره د ستر ترهګریز برید مخه ونیول شوه.
تر اوسه کومې وسله والې ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.