له دغه وزارت څخه د سه شنبې په ورځ په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه کسان د درېیمې، پنځمې، لسمې او یوولسمې امنیتي حوزو او همدارنګه د ده سبز او بګرامي ولسوالیو په اړوندو سیمو کې نیول شوي دي.
د خبرپاڼې په وینا، نیول شوو کسانو په غلاوو، وژنو، چپاولګرۍ، د غیرقانوني وسلو په لېږد او د عامه نظم په ګډوډولو کې لاس درلود.
سرچینه زیاتوي، له یادو مجرمینو څخه دوې قبضې تفنګچې او یوه قبضه برچه هم ترلاسه شوې دي.
وزارت وایي، د دوی نسبي دوسیې تر لومړنیو څېړنو وروسته اړوندو بنسټونو ته سپارل شوې دي.