ads

د کابل پولیسو ۳۴ جنایي مجرمین نیولي

د کورنیو چارو وزارت په کابل ښار کې د جنایي جرمونو په تور د ۳۴ تنو د نیولو خبر ورکوي.

محمدخان بریال
16 وږی 1399
د کابل پولیسو ۳۴ جنایي مجرمین نیولي

له دغه وزارت څخه خپره شوې خبرپاڼه وایي، ځواکونه یې پر دې توانېدلي چې د څو بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې ۳۴ جنایي مجرمین ونیسي.
د وزارت خبرپاڼه وایي، دغه کسان د کابل ښار د لومړۍ، څلورمې، پینځمې، اتمې، نهمې، لسمې، شپاړلسمې، اولسمې او ۲۱مې ناحیو او همدارنګه د میربچه‌کوټ او پغمان ولسوالیو په اړوندو سیمو کې نیول شوي دي.
سرچینه زیاتوي، نیول شوو کسانو په وژنو، د موبایل په غلاوو، غیرقانوني وسلو ګرځولو، د وسایطو په غلاوو او د عامه نظم په ګډوډولو کې لاس درلود.
افغان ځواکونه یاد کسان پر داسې مهال نیسي چې اوس هم د ښار په بېلابېلو برخو کې جنایي پېښې رامنځته کېږي او هېوادوال یې سخت اندېښمن کړي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA