ads

د طالبانو په بریدونو کې ۴۵۷ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وایي، طالبانو په تېرو دوو اونیو کې پخپلو بریدونو کې لسګونه ملکي وګړي وژلي او ټپیان کړي دي.

محمدخان بریال
23 زمری 1399
د طالبانو په بریدونو کې ۴۵۷ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

دی زیاتوي، په یاده موده کې د دې ډلې په ترسره شوو بریدونو کې ۱۲۱ ملکي وګړي وژل شوي او ۳۳۶ نور ټپیان شوي دي.
نوموړی همدارنګه وایي، طالبانو په ډېرې بې پروایۍ په ۲۹ ولایتونو کې بریدونه ترسره کړي چې ملکیانو ته یې تر ټولو ډېره مرګ ژوبله په کندهار، بغلان، ننګرهار او لوګر ولایتونو کې اړولې ده.
وسله والو طالبانو که څه هم په خپلو بریدونو کې تل د ملکي مرګ ژوبلې په تړاو د افغان حکومت ادعاوې رد کړې، خو د کورنیو چارو وزارت د تازه ادعا په غبرګون کې یې څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA