د شاهین په وینا، دواړو لورو د طالب بندیانو پر ژر تر ژره خلاصون او د بین الافغاني خبرو پر پیل ټینګار وکړ.
دی زیاتوي چې د طالبانو او هغې تر منځ د سولې بهیر پر مختلفو اړخونو، د ملکي مرګ ژوبلې پر مخنیوي، د بشري حقونو پر خوندیتوب او مرستې رسونې تفصلي بحثونه وشول.
طالبان پر داسې مهال یادې څرګندونې کوي چې ټاکل شوې سبا د پاتې طالب بندیانو د خوشي کېدو او سولې په تړاو لویه مشورتي جرګه جوړه شي.
که دا جرګه د پاتې ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشي کېدو پرېکړه وکړي، تر خلاصون وروسته به یې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ مخامخ خبرې پیل شي.
طالبانو تر اختر وړاندې ویلي و، که حکومت تر اختر پورې د دوی ټول بندیان ازاد کړي، دا ډله تر اختر وروسته د بین الافغاني خبرو پیل ته بشپړه چمتو ده.
په پام کې ده چې د افغانانو تر منځ لومړی ناسته د قطر په پایتخت دوحه کې وشي.