شاهین پر خپل ټویټرپاڼه دا خبره کړې او زیاته کړې یې ده چې د دوی تر منځ خبرې د ویډیویي کنفرانس له لارې ترسره شوې دي.
د هغه په وینا، مایک پامپیو د اختر په ورځو کې د طالبانو له خوا د اعلان شوي اوربند هرکلی کړی او د پاتې طالب بندیانو خلاصون یې مهم بللی دی.
طالبان او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر داسې مهال یادې خبر کوي چې افغان حکومت د پاتې ۴۰۰طالب بندیانو د خوشي کېدو په تړاو لویه مشورتي جرګه جوړوي.
جمهور رییس محمد اشرف غني پخپل اختریز پیغام کې وویل، حکومت تر اوسه د طالبانو ۴۶۰۰ بندیان ازاد کړي او په خبره یې، د هېواد جمهور رییس، اساسي قانون او ورته نورې ادارې د پاتې ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشي کېدو صلاحیت نه لري.
هغه وویل، د دغه کار ترسره کېدو لپاره به لویه مشورتي جرګه راوبولي.
د یادولو وړ ده چې طالبانو د دوحې د تړون پر اساس د افغان حکومت ۱۰۰۰ تنه بندیان ازاد کړي او که لویې مشورتي جرګې د پاتې طالب بندیانو د خلاصون پرېکړه وکړه، نو تر خوشي کېدو وروسته به یې د افغانانو تر منځ مخامخ خبرې پیل شي.