د خوست ولایت مقام څخه کلید ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دفاع وزیر او د ملي امنیت عمومي رئیس ددې ولایت د والي صدیق پتمن په ګډون د بېلا بیلو نظامي اورګانونو مسولینو سره په ولایت مقام کې لیدنه وکړه.
که څه هم د چارواکو دې سفر ته رسنۍ نه وې غوښتل شوې، خو په خبرپاڼه کې راغلي چې نظامي مسولینو پدې سفرکې د خوست د امنیت په عمومي وضعیت، د دفاعيي، امنیتي او کشفي ځواکونو په اکمال او تجهیز او د امنیت اړوند په یو شمیر مهمو موضوعاتو خبرې شوې او تصمیمونه نیول شوي.
یاد چارواکي په دې ولایت کې د یو ساعت لپاره پاتې شوې او په ټولنیزو رسنیو کې یې هم داسې انځورونه خپاره شوي چې دوی په ښار کې پلي ګرځي.
وموغوښتل چې پدې تړاو د خوست له ځایي ادارو نور جزیات هم ترلاسه کړو، خو پرې بریالي نه شوو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ