د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي وایي، جمهور رییس محمد اشرف غني د رسنیو د هغې ادعا په اړه د پلټنو امر کړی چې ګواکي له کورونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې غبن شوی دی.
صدیق صدیقي پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي، جمهور رییس غني په دې لړ کې د رسنیو لخوا د څېړنیزو راپورونو هرکلی کړی او ژمنه یې کړې چې که چا په دې برخه کې له شته سرچینو ناوړه ګټه اخیستې وي، د قانون منګولو ته به وسپارل شي.
د یادولو وړ ده چې یو شمېر چاپي رسنیو د کورونا ویروس لپاره د افغان حکومت په ځانګړې شوې بودیجه کې د میلیونونه افغانیو د فساد راپورونه خپاره کړي دي.
دغه رسنۍ وایي، د بدخشان، نورستان او میدان وردګو ولایتونو چارواکو له کورونا ویروس سره د مبارزې لپاره اړین توکي د بازار له بیو څو براره لوړ اخیستي او په دې توګه د پراخه فساد ترسره کېدو ته زمینه برابره شوې ده.
په ورته وخت کې پاکستان ته د تنفسي الو د قاچاق په اړه هم ادعاوې شوې، خو روغتیا وزارت بیا دا مسله رد کړې ده.
د عامې روغتیا وزارت مرستیاله ویانده معصومه جعفري وايي، ټولې مرسته شوې الې له ثبت او راجستر وروسته روغتونونو ته لېږدول شوې او تر څار لاندې دي.