د دغه وزارت ویاند طارق ارین وایي، پرون مازدیګر د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ په سورکۍ سیمه کې د وسله والو طالبانو د ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې د یوې کورنۍ درې غړي وژل شوي او یو ماشوم ټپي شوی دی.
د ارین په وینا، په وژل شوو کې یوه مور او د هغې دوې لورانې شاملې دي او یو ماشوم ټپي شوی دی.
دی زیاتوي، پېښه هغه مهال رامنځته شوې، کله چې دغه کسان د واده له مراسمو خپل کور ته ستنېدل او په لاره کې د ماین چاودنې ښکار شول.
که څه هم امنیتي چارواکي دا د وسله والو طالبانو کار بولي، خو دې ډلې تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ