ads

افغان حکومت:د بین الافغاني خبرو وړاندې د اوربند رامنځته کېدل مهم دي

د چهار شنبې په ورځ زلمي خلیلزاد د افغانستان سولې په تړاو له سیاسي مشرانو سره په درې بېلابېلې لیدنې کړې دي.

تاج ولي غورځنګ
1 غبرګولی 1399
افغان حکومت:د بین الافغاني خبرو وړاندې د اوربند رامنځته کېدل مهم دي

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد کابل کې له افغان مشرانو سره د سولې د راتلونکو پرمختګونو په اړه خبرې کړې دي.

افغان حکومت په دې ناسته کې له خلیلزاد غوښتي چې د بین الافغاني خبرو له پیل وړاندې دې اوربند رامنځته شي، ترڅو بین الافغاني خبرو ته زمینه برابره شي.

 زلمي خلیلزاد له جمهور رییس محمد اشرف غني او د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله سره پر افغان سوله خبرې کړي.

خو اوس تازه د سولې په چارو کې د دولت وزارت وایي، د افغانستان سوله پروسه په نړۍ کې یوه له پیچلو مسئله څخه ده چې په اړه یې باید د سیمې او نړۍ هېوادونه رغنده رول ولوبوي.

ددغه وزارت ویانده ناجیه انوري زیاتوي، دوی تمه لري چې د سیمې او نړۍ هېوادونه پر وسله‌والو طالبانو فشار راوړي، څو د سولې پروسې ته هر کلی وایي.

د نوموړې په خبره، وسله‌وال طالبان هم نور باید خلکو ته وښایي چې دوی سولې پروسې ته ژمن دي.

«د افغانستان د سولې پروسه په نړۍ کې یو له پیچلو پروسو څخه ده، د سیمه ییزو او نړیوالو ګډ رول ډېر مهم دی، تمه داده چې دا هېوادونه په طالبانو فشار راولي تر څو دوی د افغانستان د خلکو غوښتنه ومني»

بل لور ته د چهار شنبې په ورځ زلمي خلیلزاد د افغانستان سولې په تړاو له سیاسي مشرانو سره په دریو بیلابیلو لیدنو کې خبرې کړي.

په لومړۍ دوو لیدنو کې جمهور رییس غني او د مصالحې عالي شورا مشر عبدالله یو ځای له زلمي خلیلزاد سره وکتل. په دوهمه لیدنه کې یوازې جمهور رییس غني او دده مرستیالان د امریکا له بهرنیو چارو ځانګړي استازي سره په خبرو کې ګډون کوي.

خو په دریمه لیدنه کې زلمی خلیلزاد یوازې د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله سره خبرې وکړې.

خو دې چارې ته د سیاسي چارو شنونکی او د پوهنتون استاد اسد وحیدي له یوې بلې زاویې ګوري.

نوموړی وایي، امریکا اوس هم هڅه کوي چې د بین‌الافغاني خبرو پر وړاندې خنډونه او ستونزې جوړې کړي. دده په خبره، امریکا نه غواړي چې بین‌افغاني خبرې ژر تر ژره پیل شي.

« زه فکر کوم چې په دې کې د امریکا همغه هدف نغښتی چې، بین الافغاني خبرو پر وړاندې خنډونه جوړ کړي،دغه خبرې لومړی پیل نه شي او که پیل شي نو له ستونزو او خنډونو سره به یې مخ وي، دسولې د هوکړې له لاسلیک وروسته د امریکایانو په ظاهره هڅه دا وه چې بین الافغاني خبرې پیل شي، مګر ټول ګامونه او هڅې یې دا وې چې دغسې خنډونه رامنځته کړې، چې د بین الافغاني خبرو د پیل مخه ونیسي»

بل لور ته د سیاسي چارو شنونکی سید‌ ناصر موسوي بیا د زلمي خلیلزاد بیلابیلو لیدنو ته په غبرګون کې وایي، داسې ښکاري چې د افغان حکومت دننه لا هم اختلافونه شته.

د نوموړي په خبره، چې دغه اختلافونه تر ټولو ډېر امریکايي لور ته ښه مالومیږي.

«اوس مهال چې امریکایانو کومې لیدنې کړې دي، ددې ښکارندویه کوي چې دولت افغانستان تر اوسه متحد شکل نه دی غوره کړی نزاکتونه او نظرونه مختلیف موجود دي، دوی هڅه کوي چې عمومي انتقادونه نه وي»

زلمی خلیلزاد داسې مهال کابل ته په سفر راغلی چې درې ورځې مخکې د جمهور رییس غني او پخواني اجراییه مشر عبد الله عبد الله ترمنځ سیاسي هوکړه لاسلیک شوه چې له مخې به یې عبدالله عبدالله د مصالحې عالي شورا مشر وي.

 

زلمی خلیلزاد د بین الافغاني خبرو د پیل په هدف قطر ته تللی

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA