ads

زلمی خلیلزاد د بین الافغاني خبرو د پیل په هدف قطر ته تللی

افغانستان کې د تازه سیاسي هوکړې له لاسلیک سره سم د افغان سولې لپاره هڅې ګړندی شوي دي

فضل الهادي حمیدي
30 غویی 1399
زلمی خلیلزاد د بین الافغاني خبرو د پیل په هدف قطر ته تللی

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکوي چې زلمی خلیلزد قطر او کابل ته په سفر وتلی، ترڅو د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره له دواړو لوریو سره خبرې وکړي.

په داسې حال کې چې تازه په افغانستان کې سیاسي لانجې د یوه هوکړه لیک په لاسلیک او ګډ حکومت په جوړېدو سره حل شوې، ورسره جوخت د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد قطر ته سفر کړی دی.

ویل کیږي چې قطر ته د خلیلزاد د سفر هدف د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره د نوې نېټې ټاکل دي خو د چارو یو شمېر شنونکي بیا په اوسنیو شرایطو کې د سولې د پروسې پرمختګ په اړه بېلابېل نظرونه لري.

یوشمېر د چارو شنونکي د افغان سولې د پروسې بریالیتوب د امریکا په ریښتینولۍ پورې تړلي بولي.

د سیاسي چارو شنونکی عین الدین بیک وایي، که امریکا وغواړي لکه اوس یې چې جمهوررییس غني او عبدالله عبدالله سیاسي هوکړې ته اړ کړل همداسې یې د سولې لپاره خبرو او هوکړې ته هم اړ کولای شي:« اوس چې دغه دواړو یعنې غني او عبدالله نه غوښتل سره یو ځای شي او دوه د لوړې مراسم یې هم ترسره کړل خو بیا هم د امریکا د فشار په پایله کې یو ځای شول اوس هم که د امریکا د سولې له پلان څخه سرغړونه کوي نو بیا به پرې فشار راوړي او د هغه پلان عملي کولو ته به یې اړ کړي.»

په ورته وخت کې پخوانی طالب چارواکی سیداکبرآغا وایي، که امریکا وغواړي چې په ریښتیا له افغانستان څخه خپل سرتیري وباسي نو بیا جمهوررییس غني او د مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله نه پریږدي چې خپل ویشلي واک ته پنځه کاله دوام ورکړي:« که امریکایان له افغانستان څخه ریښتیا وتل غواړي نو زه فکر نه کوم چې غني او عبدالله دې پریږدي چې پنځه کاله تېر کړي او ملت ته فریب ورکړي.»

خو د سیاسي چارو بل شنونکی صدیق منصور انصاري بیا د سولې پروسې د پرمختګ په اړه د امریکا هڅو  ته د شک په سترګه ګوري او وایي، که امریکا ریښتیا غوښتی چې په افغانستان کې دې د سولې پروسه بریالۍ شوې وای نو د جمهوررییس غني او عبدالله عبدالله ترمنځ به یې د سیاسي هوکړې او واک د وېش مخه نیولې وی:« که چیرې امریکا غوښتي وی چې د سولې لپاره دې کار وشي نو بیا به یې د دوی د دغه شومې او ټولو ډیموکراټيکو او جمهوري اصولو د هوکړې چې د ولس په سرنوشت یې معامله وکړه او واک یې پنځوس پنځوس سره وویشه، مخه به یې نیولې وه.»

زلمي خلیلزاد او ملابرادر په دوحه کې سره لیدلي دي

 

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي وو، چې د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره په یوه نوې نېټه د ښکېلو لورو سره کار کوي ترڅو داسې نېټه وټاکي چې دا ځل بین الافغاني خبري پیل شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA