ads

د زلمي خلیلزاد څرګندونو په تړاو د افغان حکومت غبرګون

افغان حکومت د خلیلزاد ورستیو څرګندونو په تړاوو غبرګون ښودلی افغان حکومت وایي، طالبان نشي کولای چې د کابل او ننګرهار بریدونو په تړاوو بې خبري وښایي او همدارنګه یې د زلمي خلیلزاد ورستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې د کابل او ننګرهار په وروستیو بریدونو کې د طالبانو له لاس لرلو څخه […]

نویسنده: shams
27 غویی 1399
د زلمي خلیلزاد څرګندونو په تړاو د افغان حکومت غبرګون

افغان حکومت د خلیلزاد ورستیو څرګندونو په تړاوو غبرګون ښودلی

افغان حکومت وایي، طالبان نشي کولای چې د کابل او ننګرهار بریدونو په تړاوو بې خبري وښایي او همدارنګه یې د زلمي خلیلزاد ورستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې د کابل او ننګرهار په وروستیو بریدونو کې د طالبانو له لاس لرلو څخه انکار د افغانستان د خلکو لپاره د منلو نه دی.

د جمهور رییس ویاند صدیق صدیقي په خپله توېټر پاڼه لیکلي چې دکابل ښار په دښتي برچي سیمه کې  پر ۱۰۰بستریز روغتون برید لا ډېرو څېړنو ته اړتیا لري.

خلیلزاد په خپل ټوېټر کې د کابل او ننګرهار بریدونه د داعش وسله والې ډلې کار بللی او  لیکلي یې دي چې داعش غواړي افغانستان کې د عراق او سوریې په څېر فرقوي جګړه رامنځته کړي.

بلخوا بیا د جمهور رییس لومړي مرستیال امرالله صالح  هم په خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې طالبان د ماشومانو، ښځو او بې ګناه خلکو په قتل عام کې ښکېل دي او دوی نشي کولای له دې څخه ځان بې خبره وښيي.

د کابل او ننګرهار په بریدونو کې د نویو زېږدلو ماشومانو او ښځو په ګډون ۵۶ تنه ووژل شول او ۹۰ تنه نور ټپیان شول، چې دې پېښې په کور دننه او بهر توند غبرګونونه راوپارول.

طالبانو بیا په دې بریدونو کې لاس لرل رد کړي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA