د روغتیا نړیوال سازمان چارواکي خبر ورکوي چې د کرونا وېروس به د اټکل له مخې هېڅکله له منځه ولاړنه شي او د ‘اچایاېف’ وېروس په څېر په نړۍ کې پاتې شي.
اچ ای اېف هغه وېروس دی چې له کبله ایډس رامنځته کېږي.
پرون د روغتیا نړیوال سازمان د بېړنیو حالتو د برخې مشر مایکل ریان په انلاین کنفران کې وویل، چې ښایي دا وېروس د نورو وېروسونو په څېر نړۍ کې پاتې شي او کېدای شي هېڅکه له ټولنې پاک نشي.
بلخوا د اروپا د درملو ادارې ډاډ ورکړی چې د یوه کال په اوږدو کې به د کرونا وېروس ضد واکسین جوړ شي اوس ددې ادارې لخوا د کرونا وېروس ضد واکسین باندې ۳۳بنسټونه او شرکتونو سره په ګډه کار کوي ترڅو ژر دا واکسین جوړ او عام بازار ته وړاندې کړې.
همدارنګه د معلوماتو له مخې په ټوله نړۍ کې ددې وبا لپاره شاوخوا ۱۰۵واکسینونه تر کار لاندې دي چې تر دا مهاله اته واکسینونه ازموینو ته چمتو شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ