د ننګرهار د ملي امنیت ځواکونو د سولې ولسي حرکت یو شمېر غړي له ځان سره بېولي او بندیان کړي دي.
د سولي ولسي حرکت ویاند بسم الله وطن دوست کلید ته وویل، چې دوی نن په د جلال اباد ښار کې، په هېواد کې د وروستیو نا امنیو په اړه لاریون درلود، چې پنځه تنه ملګري یې د ملي امنیت ځواکونو له لوري وړل شوي دي.
د وطن دوست وایي، دوه ورځې وړاندې ولایتي چارواکو ته د لاریون په اړه خبر ورکړی و.
نوموړی زیاته کړه د خپل ملګرو په اړه یې له ولایتي چارواکو سره هم اړیکه نیولې خو هغوی ناخبري ښودلې ده.
د سولې ولسي حرکت غړي داسې مهال ننګرهار کي لاریون کوي چې، څو ورځې وړاندې یې یو غړی مولوي بهاوالدین په غزني کې ناپېژاندو وسله والو وواژه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ