افغانستان کې د تاوتریخوالي په ډېریدو سره ډیری افغانان ناهیلي شوي، خو تازه ناټو هیله څرګنده کړې ده چې د سولې په تړاو به هڅې پایله ولري.
پرون د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې د ناټو د پوځي کمېټې مسوول مارشال سټیورات پیچ وویل، که څه هم افغانستان کې تاوتریخوالی ډېر شوی، خو بیا هم دا امید شته چې د سولې هڅې به پایله ورکړي.
نوموړي افغانستان کې وروستۍ پېښې وغندلې او افغانستان کې یې د بین الافغاني خبرو د ژر پیل غوښتنه وکړه، هغه
همدارنګه افغان حکومت ته ډاډ ورکړ چې ناټو له افغانستانه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي .
باید یاده شي چې له دې وړاندې ناټو له وسله والو طالبانو غوښتنه کړې وه چې افغانستان کې تاوتریخوالی کم کړي او اوربند ته غاړه کېږدي.
ناټو داسې مهال د سولې د پروسې د بالي کېدو په تړاو هیله څرګندوي چې تازه افغان جمهور رییس محمد اشرف غني افغان ځواکونو ته د حکومت پر وسله والو مخالفینو د بریدونو امر ورکړی
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ