ads

ملي امنیت د سولې ولسي حرکت غړي له دوه ساعته بند ورسته خوشي کړل

د ننګرهار د ملي امنیت ځواکونو د سولې ولسي حرکت پنځه تنه غړي وروسته له دوه ساعته بند بیرته خوشې کړل.  د سولي ولسي حرکت ویاند بسم الله وطن دوست کلید ته وویل، چې د حرکت غړو یې نن جلال اباد ښار کې په هیواد کې د وروستیو نا امنینو په اړه لاریون درلود، چې […]

نویسنده: shams
26 غویی 1399
ملي امنیت د سولې ولسي حرکت غړي له دوه ساعته بند ورسته خوشي کړل

د ننګرهار د ملي امنیت ځواکونو د سولې ولسي حرکت پنځه تنه غړي وروسته له دوه ساعته بند بیرته خوشې کړل.

 د سولي ولسي حرکت ویاند بسم الله وطن دوست کلید ته وویل، چې د حرکت غړو یې نن جلال اباد ښار کې په هیواد کې د وروستیو نا امنینو په اړه لاریون درلود، چې پنځه تنه مشران یې د ملي امنیت ځواکونو له ځانه بیولي و چې له دوه ساعته بند تیرولو وروسته بیرته خوشې شول.

وطن دوست وایي، دوه ورځې وړاندې ولایتي چارواکو ته د لاریون په اړه خبر ورکړی و.

خو د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وایي، چې د سولې ولسي حرکت غړو د لاریون په اړه له دوی سره همغږي نه وه کړې.

د سولې ولسي حرکت غړي داسې مهال ننګرهار کي لاریون کوي چې، څو ورځې وړاندې یې یو غړی مولوي بهاوالدین په غزني کې ناپېژاندو وسله والو وواژه

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA