ads

عاطف مشعل: سبا ته د افغان مسافرو لپاره د تورخم دروازه پرانیستل کېږي

 پاکستان کې افغان سفیر عاطف مشعل خبر ورکوي چې سبا د شنبې ورځ د ثور ۲۷مه نېټه په یو طرفه ډول د تورخم دروازه دیوې ورځې لپاره د افغان مسافرو پرمخ پرانیستل کېږي. نوموړي پاکستان کې له افغان مسافرو غوښتې چې سبا د شنبې ورځ لپاره دې خپل چمتوالی ونیسي او تورخم دروازې ته دې […]

نویسنده: shams
26 غویی 1399
عاطف مشعل: سبا ته د افغان مسافرو لپاره د تورخم دروازه پرانیستل کېږي

 پاکستان کې افغان سفیر عاطف مشعل خبر ورکوي چې سبا د شنبې ورځ د ثور ۲۷مه نېټه په یو طرفه ډول د تورخم دروازه دیوې ورځې لپاره د افغان مسافرو پرمخ پرانیستل کېږي.

نوموړي پاکستان کې له افغان مسافرو غوښتې چې سبا د شنبې ورځ لپاره دې خپل چمتوالی ونیسي او تورخم دروازې ته دې په وخت ځانونه ورسوي.

د کرونا وېروس د خپرېدو له وېرې د تورخم او سپین بولدک دروازې د مسافرو پرمخ تړل شوي دي، چې د فرضي کرښې دواړو خواوو ته ولسونه بند پاتې دي.

دوی له دواړه حکمتونو غواړي چې د اختر لپاره دې دوه طرفه دروازه پرانیستي، ترڅو دواړه لوري یو بل سره په ګډه اختر تېر کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA