جمهور رییس محمد اشرف غني پرون ماسپښین په ریشخور کې دکمانډو ځانګړو اردو قوماندانۍ منسوبیو او سرتېرو سره د خبرو پرمهال د افغان ځواکونو پر تعرضي حالت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه اوس ددې وخت راغلی چې د افغانستان دښمنان د کمانډو ځواکونو له قوت څخه خبر شي.
((نن بیا هغه ورځ ده چې خپله توره له تېکي وباسئ او دښمن باید یو ځل بیا زموږ د کمانډو ځانګړو ځواکونو زور وویني، دوی خو د جنګ په میدان کې له تاسو سره د مخامخېدو وس نه لري، بلکې زموږ په ماشومانو، ښخو او عامو هیوادوالو بریدونه کوي))
جمهور رییس زیاته کړه، سولې څخه نه په شاه کېږي خو اړتیا ده چې افغان ځواکونه تعرضي حالت ولاړ شي ترڅو د سولې لپاره شرایط رامنځته شي.
((تعرضي حالت ته تګ د دې لپاره دی چې د سولې شرایط ایجاد شي او د سیاست په ډګر کې باید له موږ سره د عادلانه او تلپاتې سولې لپاره کېني، موږ له سولې نه شاته کېږو ، دوی فکر کوي چې افغانان به په ننواتې ورشي، زموږ تجهیزات او هلیکوپترې به د دغمه جاتو په توګه په ګاونډیانو وپلوري، دوی له وطن دباندې پراته دي او فکر کوي چې وطن له مشرانو او زمریانو خالي دی، مګر زه ورته وایم، دا ټول زمریان دي چې دښمن به هر ځای ولټوي او نابود به یې کړي))
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان کې په دې ورستیو درې ورځو کې په بېلابېلو ولایتونو کې چاودنې وشوي چې له کبله یې ګڼو افغانانو ته مرګ ژوبله واوښته.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ