ads

افغانستان کې پر کورونا د اخته کسانو شمېر  ۶۰۵۳  تنو ته ورسېد

د روغتیا وزارت خبر ورکوي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا ویروس ۴۱۴ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې، چې په دې سره په ټول هېواد کې پر کویډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۶۰۵۳ تنو ته ورسېد. د دغه وزارت معین وحیدالله مجروح په خبره د تېرو ۲۴ساعتونو په اوږدو کې ۱۷تنه […]

نویسنده: shams
26 غویی 1399
افغانستان کې پر کورونا د اخته کسانو شمېر  ۶۰۵۳  تنو ته ورسېد

د روغتیا وزارت خبر ورکوي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا ویروس ۴۱۴ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې، چې په دې سره په ټول هېواد کې پر کویډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۶۰۵۳ تنو ته ورسېد.

د دغه وزارت معین وحیدالله مجروح په خبره د تېرو ۲۴ساعتونو په اوږدو کې ۱۷تنه له دې ناروغۍ څخه مړه شوي او ۵۴نور ترې روغ شوي دي، چې دې سره د رغېدلو کسانو شمېر ۷۴۵ او د قرباني شوی کسانو شمېر ۱۵۳ ته ورسېد.

مجروح وایي تازه مثبتې پېښې د هېواد په ۱۹ ولایتونو کې تثبیت شوي دي چې کابل د نورو ولایتونو په پرتله ډېرې پېښې لري.

کابل کې  ۱۶۲ پېښې، هرات کې ۱۳۲، بلخ ۲۶، سمنګان ۱۹، کندهار ۱۳، پکتیا ۱۲، جوزجان ۹، لغمان ۸، فاریاب ۶، زابل ۵، کندز۵، پکتیکا ۴، خوست ۳، بدخشان ۳، کاپیسا ۲، غزني ۲، دایکندي، سرپل او هلمند کې یو یوه پېښه ثبت شوې ده.

روغتیایي چارواکي له هېوادوالو غوښتنه کوي چې سپارښتنو ته یې پام وکړي او لازم تدابیر ونیسي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA