ads

د شینوارو ولسوالۍ مرستې په خېښ او خاله وېشل شوې

د ننګرهار د شنیوارو ولسوالۍ یو شمېر بېوزله مېرمنو دوشنبه د یو لاریون پر مهال یادې ولسوالۍ ته غځیدلی سرک د څو ساعتونو لپاره د اعتراض په ډول تړلی و. لاریوالو مېرمنو د دې ولسوالۍ چارواکي او قومي مشران تورن کړل، چې د غني خېلو ولسوالۍ ناچاره خلکو سره د کورونا فنډ او نورو اړوند […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
16 غویی 1399
د شینوارو ولسوالۍ مرستې په خېښ او خاله وېشل شوې

د ننګرهار د شنیوارو ولسوالۍ یو شمېر بېوزله مېرمنو دوشنبه د یو لاریون پر مهال یادې ولسوالۍ ته غځیدلی سرک د څو ساعتونو لپاره د اعتراض په ډول تړلی و.
لاریوالو مېرمنو د دې ولسوالۍ چارواکي او قومي مشران تورن کړل، چې د غني خېلو ولسوالۍ ناچاره خلکو سره د کورونا فنډ او نورو اړوند ادارو له لوري شوې مرستې یې د بېوزلو پر ځای پر شتمنو ویشلې دي.
لاریون والې مېرمنې وایي، دا دویم ځل دی چې په دې ولسوالۍ کې د خپلو حقونو د ترلاسه کولو په هدف راټولېږي، خو تراوسه یې چا غږ نه دی اورېدلی.
دوی همداراز له ولایتي ادارې د غني خېلو د ولسوال او ښاروال د ګوښه کېدو غوښتنه کوي او وایي، که غوښتنې یې ونه منل شي لاریونونه به جاري وساتي.
په ورته مهال د غني خېلو ولسوال معلم معشوق هم مني چې د شینوارو ولسوالۍ شاوخوا ۷۰ سلنه اوسېدونکي له فقر او بېوزلۍ سره مخ دي.
خو د لاریون کوونکو تورنونه بېځایه بولي او وایي، تر دې دمه په دې ولسوالۍ کې د کورونا فنډ لپاره لیستونه نه لیکل شوي.
هغه وایي:«که د بېوزلو لېستونه چمتو کېږي، نو دا کار به د مدني فعالانو، قومي مشرانو او د ټولنې د نورو وګړو په سلا مشوره وکړي.»
په همدې حال کې د کورونا فند د کمېټې غړي وایي، چې تردې دمه د کورونا فنډ د مرستو لړۍ د ښار په ناحیو کې پیل شوې او له دې وروسته به هڅه وکړي چې یاده لړۍ ولسوالیو ته وغځوي.
«زموږ پلان دا دی چې تر دې وروسته شینوارو ولسوالۍ ته هم د دغو مرستو لړۍ وغځوو»
شینوارو ولسوالۍ کې ناچاره مېرمنې داسې مهال د حکومت او نورو ادارو له لوري د مرستو پر ویشلو نیوکه کوي چې، په جلال اباد ښار د کورونا فنډ لپاره په لیکل شویو لېستونو کې هم د فساد خبره کېږي او خلک شکایت کوي چې په زیاتره لیستونو کې لیکل شوي خلک مستحق نه دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA