په افغانستان کې د کورونا وېروس د خپرېدو له امله د خوراکي او غير خوراکي توکو بيې لوړې شوې دي.
د ارزګان اوسېدونکي وايي، د پخوا په پرتله په دغه ولايت کې د خوراکي او غير خوراکي توکو نرخونه څوچنده لوړ شوي دي.
دوی د ښاروالۍ له مسولينو غوښتنه کوي، چې د بیو د کنټرول په برخه کې دې عملي ګامونه پورته کړي.
په ورته مهال په دغه ولايت کې ديني عالمان د اسلام له نظر احتکار حرام یادوي او له هټوالو له احتکار څخه د مخنیوي او ډډې کولو غوښتنه کوي.
د ارزګان د حج اوقافو رياست ريس مولوي حمد الله ابدالي وایي: «احتکار د اسلام له نظر ښه کار نه دي، موږ يوه اسلامي ټولنه يو باید احتکار ونه کړو که دوکانداران احتکار کوي کورونا به لاهم زياته خپره شي»
مدني فعالان بیا مسولين د بیو په کنټرول کې په بيغورۍ تورنه وي.
مدني فعال غلام نبي شجاع څرګندوي: «د ترينکوټ ښاروالۍ په پټو سترګو هټوالو ته نرخونه ورکوي. دوی په دې برخه کې بې غوري کوي.»
د ترينکوټ ښاروال انجینر نعمت الله بختيار بیا وايي، يو ټيم یې ټاکلی، څو د احتکار مخه ونیسي.
دا په داسي حال کې ده، چې تر دې وړاندي له يوشمېر نورو ولايتونو څخه هم داسې راپورونه ورکوشوي وو، چې د کورونا وېروس له امله هټوالو د خوراکي توکو نرخونه لوړ کړي دي.