ads

طالبان د حکومت له لوري دوی ته سپارل شوی لېست نیمګړی بولي

وسله وال طالبان خبر ورکوي، چې د حکومت له لوري دوی ته د بندیانو سپارل شوی لېست بشپړ نه دی او ځینې ستونزې لري. ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي، دوی ته د افغان حکومت لخوا د بندیانو د خوشې کولو په تړاو په ورکړل شوي لېست کې ستونزې دي. نوموړي زیاته کړې، چې په […]

نویسنده: shams
9 وری 1399
طالبان د حکومت له لوري دوی ته سپارل شوی لېست نیمګړی بولي

وسله وال طالبان خبر ورکوي، چې د حکومت له لوري دوی ته د بندیانو سپارل شوی لېست بشپړ نه دی او ځینې ستونزې لري.

ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي، دوی ته د افغان حکومت لخوا د بندیانو د خوشې کولو په تړاو په ورکړل شوي لېست کې ستونزې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې په دې لېست کې د یو شمېر داسې کسانو نومونه هم شته چې وړاندې له داعش وسله والې ډلې سره په جګړه کې وژل شوي او د ځینو نورو بیا ادرسونه او بشپړ نومونه نه دي په ډاګه شوي.

ده له حکومت غوښتنې کړې، چې ورکړل شوی لېست تر بشپړېدو وروسته دوی ته وسپاري.

د ملي امنیت شورا بیا د طالبانو د دې غوښتنې په غبرګون کې ویلي، څوک چې په دې تړاو خبرې کوي، باید مسولانه وي.

د دې شورا ویاند جاودېد فیصل وایي، لاهم طالبان تاوتریخوالي او جګړې ته دوام ورکوي، چې دغه چاره د دې لامل شوې، څو لېست بدل شي.

ټاکل شوې چې د امریکا او طالبانو تر منځ د شوې هوکړې له مخې، افغان حکومت ۵۰۰۰ زره طالب بندیان ازاد کړي، خو طالبان به د حکومت ۱۰۰۰ تنه بندیان خوشي کوي.

دا بهیر به د روانې میلادي میاشتې پر ۳۱ مه نېټه پیل شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA