وسله وال طالبان خبر ورکوي، چې د حکومت له لوري دوی ته د بندیانو سپارل شوی لېست بشپړ نه دی او ځینې ستونزې لري.
ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي، دوی ته د افغان حکومت لخوا د بندیانو د خوشې کولو په تړاو په ورکړل شوي لېست کې ستونزې دي.
نوموړي زیاته کړې، چې په دې لېست کې د یو شمېر داسې کسانو نومونه هم شته چې وړاندې له داعش وسله والې ډلې سره په جګړه کې وژل شوي او د ځینو نورو بیا ادرسونه او بشپړ نومونه نه دي په ډاګه شوي.
ده له حکومت غوښتنې کړې، چې ورکړل شوی لېست تر بشپړېدو وروسته دوی ته وسپاري.
د ملي امنیت شورا بیا د طالبانو د دې غوښتنې په غبرګون کې ویلي، څوک چې په دې تړاو خبرې کوي، باید مسولانه وي.
د دې شورا ویاند جاودېد فیصل وایي، لاهم طالبان تاوتریخوالي او جګړې ته دوام ورکوي، چې دغه چاره د دې لامل شوې، څو لېست بدل شي.
ټاکل شوې چې د امریکا او طالبانو تر منځ د شوې هوکړې له مخې، افغان حکومت ۵۰۰۰ زره طالب بندیان ازاد کړي، خو طالبان به د حکومت ۱۰۰۰ تنه بندیان خوشي کوي.
دا بهیر به د روانې میلادي میاشتې پر ۳۱ مه نېټه پیل شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ