د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، اوس ددې وخت راغلی چې د امریکا او طبانو سره د هوکړې له مخې ۵زره طالب بندیان د افغان حکومت له زندانونو ازاد شي.
نوموړي پرون په خپل ټویټر پاڼه لیکلي و، د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې لاسلیک شوې هوکړې له مخې طالب بندیان باید خوشې شي.
د امریکا او طالبانو ترمنځ قطر کې د کب په نهمه نېټه د سولې هوکړه لیک لاس لیک شو، چې د لاس لیک شوې هوکړې له مخې ۵زره طالب بندیان د افغان حکومت له زندانونو خوشې کېدو ویل شوې وو، او له هوکړه لیک وروسته په لسمه ورځ د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ بین الافغاني خبرې د پیل خبر ورکړل شوی و.
له هوکړې وروسته جمهور رییس محمد اشرف غني یو فرمان صادر کړ چې له مخې یې ۱۵۰۰طالب بندیان د کب میاشتي تر ۲۴مې نېتې خوشې شي، فرمان کې ویل شوي و چې هره ورځ به ۱۰۰زندانیان خوشې کېږي او کله چې د حکومت او طالبانو ترمنځ بین الافغاني خبرې پیل شي، نو بیا به ۳۵۰۰بندیان په تدریج ډول سره خوشې شي.
خو طالبانو د جمهور رییس محمد اشرف غني طرحه خوښه نکړه او خبر یې ورکړ که ۵زره بندیان په یو وار خوشې نه شي نو دوی به بین الافغاني خبرې پیل نکړي.
د طالبانو له دې خبرداري وروسته حکومت وویل، چې دوی د بندیانو پر دوسیو له سره غور کوي او د خوشې کېدو نېټه یې وځنډوله.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ