ټاکل شوې سبا د افغانستان د فوټبال غوره ليګ سياليو پايلوبه ترسره شي. شاهين اسمايي او طوفان هريرود لوبډلو د دې ليګ پايلوبې ته لاره موندلې ده.
تېره ورځ دوهمه نيمه پايلوبه کې طوفان هريرود اباسين څپې ته ۴- ۰ ماتې ورکړه او پايلوبې ته يې لاره ومونده.
تر دې وړاندې په لومړۍ نيمه پايلوبه کې شاهين اسمايي ميوند اتلانو ته ۱-۰ ماتې ورکړې وه او پايلوبې ته يې لار موندلې وه.
ټاکل شوې شوې پايلوبه سبا ماښام ۶ بجې ترسره شي.
د دغه ليګ د اووم پړاو لوبډلو په لومړي ګروپ کې شاهين اسمايي، د سپين غر بازان، د اباسين څپې او موج های امو لوبډلې او په دوهم ګروپ كې عقابان هندوکش، د ميوند اتلان، طوفان هريرود او سيمرغ البرز لوبډلې شاملې وې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ