د افغانستان د فوټبال غوره ليګ د اووم پړاو د تېر ماښام په لوبه كې د شاهين اسمايي لوبډلې د اباسين څپې لوبډلې ته د صفر په مقابل كې په يوه ګول ماتې وركړه.
مصطفى افشار د شاهين اسمايي لوبډلې په ګټه ګول وواهه.
ټاكل شوې نن ماښام پنځه بجې او ۳۰ دقيقې د ميوند اتلان او طوفان هريرود لوبډلې د لوبې ډګر ته ووځي.
د افغانستان د فوټبال غوره ليګ د اووم پړاو لوبډلو په لومړي ګروپ کې شاهين اسمايي، د سپين غر بازان، د اباسين څپې او موج های امو لوبېږي او په دوهم ګروپ کې بيا عقابان هندوکش، د ميوند اتلان، طوفان هريرود او سيمرغ البرز لوبې كوي.