د فوټبال ملي فدراسيون وايي، د افغانستان د فوټبال غوره ليګ اووم پړاو سيالۍ به د راتلونکې يکشنبې په ورځ پيل شي.
د فوټبال فدراسيون مسلکي مرستيال يوسف کارګر نن په کابل کې خبري غونډې ته وويل، د دغه ليګ اووم پړاو سيالۍ د مالي ستونزو له کبله په خپل وخت ترسره نه شوې، خو اوس مهال به د يوه خيريه بنسټ په مالي مرسته ترسره شي.
د افغانستان د فوټبال غوره ليګ سياليو لومړۍ لوبه به د يکشنبې په ورځ د شاهين اسمايي او موج های امو لوبډلو ترمنځ ترسره شي.
د پچې اچونې له مخې د هېواد فوټبال غوره ليګ د اووم پړاو لوبډلې په دوو ګروپونو وېشل شوې دي چې په لومړي ګروپ کې شاهين اسمايي، د سپين غر بازان، د اباسين څپې او موج های امو لوبېږي او په دويم ګروپ کې بيا عقابان هندوکش، د ميوند اتلان، طوفان هريرود او سيمرغ البرز لوبېږي.