د افغانستان د فوټبال فدراسيون وايي، پنجشنبه مازديګر د افغانستان او ازبکستان د فوټبال له ۱۶ کلونو کم عمره ځوانانو لوبډلې لوبه لري.
د فوټبال فدراسيون د رسينو مسؤل شفيع شاداب وايي، د مرکزي اسيا د فوټبال د ۱۶ کلونو کم عمره ځوانانو د لوبډلو دغه سيالۍ چې د افغانستان او ازبکستان ترڅنګ په کې قرغزستان او تاجکستان هم برخه لري د روانې ميلادي مياشتې تر ۹ مې نېټې به دوام وکړي.
نوموړی وايي، په دې ساليو کې افغانستان له ازبکستان وروسته له تاجکستان او قرغزستان لوبډلو سره هم لوبې لري.
د نوموړي په خبره افغان لوبډلې د دغو سياليو لپاره پوره تياری نيولي او دوی هيله مندي لري چې افغانستان به د دې سياليو اتلولي ترلاسه کړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ