په اروزګان ولايت كې تېر مازديګر د ځوانانو د يووالي په هدف په شخصي لګښت د شهيد جنرال جان محمد خان محمدي په نوم د فوټبال لوبې پيل شوې.
د لوبو د پيل په مراسمو كې د اروزګان د فوټبال فدراسيون رئيس ميرزا محمد اميرزي وويل، چې په دې سياليو كې ۱۶ لوبډلې برخه لري او شاوخوا ۲۰ ورځې به دوام ولري.
ملک طاوس، چې د دغه ټورنمېنټ لګښت يې پر غاړه اخيستى وايي، هدف يې دا دى، چې ځوانان د يووالي تر چتر لاندې ژوند وکړي او يو موټى واوسي.
نوموړى زياتوي، چې تل به له ځوانانو سره په بېلابېلو برخو كې مرسته او همکاري کوي.
ځوانان او لوبغاړي دغه ډول دوستانه لوبې د ورزش په برخه کې يو نېک ګام ګڼي.
د يادولو ده، چې څو ورځې وړاندې هم په اروزګان كې د فوټبال فدراسيون لخوا د فوټبال د غوره ليګ سيالۍ پيل شوي، چې لا هم دوام لري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ