ads

اروزګان کې د سولې په نوم د فوټبال سيالۍ پيل شوې

په اروزګان ولايت کې تېر مازديګر د سولې په نوم د فوټبال لوبې پيل شوې.
د اروزګان د فوټبال فدراسيون مشر ميرزا محمد اميرزوی د دغو سياليو د پيل په مهال وويل، چې هدف يې سولې ته د ځوانانو هڅول دي.

نویسنده: sarwan
16 تله 1396
اروزګان کې د سولې په نوم د فوټبال سيالۍ پيل شوې

په اروزګان ولايت کې تېر مازديګر د سولې په نوم د فوټبال لوبې پيل شوې.
د اروزګان د فوټبال فدراسيون مشر ميرزا محمد اميرزوی د دغو سياليو د پيل په مهال وويل، چې هدف يې سولې ته د ځوانانو هڅول دي.
هغه زياته کړه، په دغه ټورنمنټ کې ۱۴ لوبډلې، چې په دوو ګروپونو وېشل شوي، برخه لري.
د اميرزوی په وينا، دا سيالۍ به شاوخوا ۵۰ ورځې دوام وکړي.
بل لور ته هغه ځوانان، چې په دغو لوبو کې ګډون لري، دا ډول ټورنمنټونه د ځوانانو د يووالي او سولې لپاره ګټور بولي.
دوی د لوبو ميدانونو د جوړېدو ترڅنګ له شتمنو خلکو ورسره د مرستې غوښتنه کوي.
د يادونې وړ ده، چې اروزګاني ځوانان پر فوټبال، کرکټ او واليبال سربېره ځينې نورې لوبې هم کوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA