ټاكل شوې د افغانستان د فوټبال د ۱۶ کلنو ملي لوبډله نن د ايران د اسيا د مقدماتي سياليو په لړ کې د بوټان له لوبډلې سره لوبه وكړي.
دغې افغان لوبډلې پرون د قرغزستان لوبډلې ته د يو په مقابل كې په درېيو ګولو ماتې وركړه.
د فوټبال فدراسيون تخنيکي ډايرېکټر طاهر رووفي وايي، چې د فوټبال د ۱۶ کلنو ملي لوبډله به له بوټان وروسته له ايران او لبنان سره هم ولوبېږي.
د يادې افغان لوبډلې په جوړښت کې ۲۲ لوبغاړي شامل دي، دوه روزنکي او يو دوه كسيز پلاوى يې ملتيا كوي.
د ايران د اسيا په مقدماتي سياليو کې له ۴۷ اسيايي هېوادونو څخه لوبډلې ګډون لري او دغه سيالۍ يوه اونۍ دوام کوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ