ځايي سرچينې وايي، وسله والو طالبانو تېره ورځ مازديګر ناوخته ښار ته څېرمه د شهباز په سيمه کې د غزني د والي انجنير عبدالکريم متين پر کاروان وسله وال بريد کړی، چې نوموړی ترې روغ وتلی دی.
د غزني ولايت له رسنيز دفتر څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې والي عبدالکريم متين تېره ورځ له غرمې وروسته د دې ولايت قره باغ ولسوالۍ ته د يادې ولسوالۍ د امنيتي وضعيت د څېړلو په موخه تللی و.
سرچينه ليکي، چې له قره باغ ولسوالۍ څخه د غزني مرکز ته د بېرته راتلو پر مهال د والي پر کاروان غزني ښار ته څېرمه د شهباز په سيمه کې وسله والو بريد کړی، چې تر لنډې نښتې وروسته وسله وال له سيمې تېښتې ته اړ شوي، خو په نښته کې والي او نورو کسانو ته زيان نه دی اوښتی .
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ