افغانستان د فوټسال اسيايي سياليو کې، چې په تايلنډ كې روانې دي، بحرين ته ماتې ورکړه، خو له مخکې تګه پاتې شو.
د افغانستان د فوټسال لوبډلې د خپل ګروپ وروستۍ لوبه تېره ورځ د بحرين لوبډلې سره ترسره کړه او دغې لوبډلې ته يې د يو په مقابل كې په پنځو ګولونو ماتې ورکړه.
افغان لوبډلې له دې بريا سره ٩ نومرې ترلاسه کړې او په خپل ګروپ کې يې درېيم مقام خپل کړ، خو له وړاندې تګ څخه پاتې شوه.
له هر ګروپ څخه دوه- دوه لوبډلې مخکې ځي او له هغه ګروپ څخه، چې افغانستان په كې شامل و، د عراق او تايلنډ لوبډلو دويم پړاو ته لاره پيدا کړې ده.
افغانستان تر دې مخکې په دې سياليو کې ماليزيا او بروناى ته هم ماتې ورکړې وې، خو له عراق او تايلنډ څخه يې ماتې خوړلې وې.
د فوټسال اسيايي سياليو کې ګډون کوونکي هېوادونه په درېيو ګروپونو وېشل شوي، چې افغانستان په الف ګروپ كې له بروناى، تايلنډ، بحرين، عراق او ماليزيا سره لوبې وكړې.