ads

د اچين په تصفيه شوو سيمو کې د سرحدي پوليسو پوستې جوړېږي

په ختیځ کې د سرحدي ځواکونو مسوولین وایي، د اچین ولسوالۍ په سرحدي سیمو کې یې د ډاډمن امنیت ساتلو لپاره د نوو امنیتي پوستو په جوړلو پیل کړی دی.

نویسنده: sarwan
20 غویی 1396
د اچين په تصفيه شوو سيمو کې د سرحدي پوليسو پوستې جوړېږي

په ختیځ کې د سرحدي ځواکونو مسوولین وایي، د اچین ولسوالۍ په سرحدي سیمو کې یې د ډاډمن امنیت ساتلو لپاره د نوو امنیتي پوستو په جوړلو پیل کړی دی.
په ختیځ کې د سرحدي پولیسو مطبوعاتي مسوول ادریس مومند کلید ته وویل، چې تېره ورځ د سرحدي پولیسو د لومړۍ لېوا قوماندان محمد ایوب حسین خیل د یو شمېر نورو امنیتي منسوبینو په ملتیا د ننګرهار ولایت اچین ولسوالۍ ته سفر کړی و، چې له داعش څخه د پاکو شويو سیمو له لیدنې سربېره هلته د نویو امنیتي پوستو له جوړېدلو هم له نږدې کتنه وکړه.
نوموړی وایي، په اچین ولسوالۍ کې د حمزه په نوم د پیل شوو عملیاتو په ترڅ کې وسله والو ځواکونو په ښې همغږۍ سره د داعش ځپلو هڅې روانې کړي او په دې برخه کې د سرحدي پولیسو په ګډون ټول سرتېري ښه په مېړانه جنګېږي.
مومند زیاتوي، له عملیاتو وروسته به په تصفیه شویو سیمو کې د سرحدي پولیسو نوې پوستې جوړې کړي، ترڅو په سیمه کې خلک د داعش او نورو وسله والو له ظلمونو وژغورل شي.
سرحدي ځواکونه په داسې حال کې اچین کې نوې پوستې جوړوي، چې د دغې سیمې د اوسېدونکو په وینا تر هغې چې په سیمو کې زیات افغان ځواکونه ځای پر ځای نه شي نو شونې به نه وي چې د ګوتو په شمېر ځواکونه دې د سیمې امنیت وساتلای شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA