ads

د هلمند په نادعلي کې د وسله والو د سوق او ادارې مرکز له منځه وړل شوی

د هلمند امنيتي چارواكي وايي، د دغه ولايت په ناد علي ولسوالۍ کې يې د وسله والو د سوق او ادارې مرکز له منځه وړی دی.

نویسنده: sarwan
19 غویی 1396
د هلمند په نادعلي کې د وسله والو د سوق او ادارې مرکز له منځه وړل شوی

د هلمند امنيتي چارواكي وايي، د دغه ولايت په ناد علي ولسوالۍ کې يې د وسله والو د سوق او ادارې مرکز له منځه وړی دی.
د هلمند د۲۱۵ ميوند قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګرمن محمد رسول ځاځي کليد ته وويل، چې تېره شپه افغان کومانډو ځواکونو ددې ولايت د نادعلي ولسوالۍ په چاه ميرزا سيمه کې د وسله والو طالبانو د سوق او ادارې په يولوی مرکز بريد کړی دی.
نوموړی زياتوي، چې په دغه مرکز کې د وسله والو طالبانو يو عراده فولډر موټر، يو عراده موټر سايکل او دغه راز ګڼ شمېر مرمۍ او يو لړ نور تجهيزات هم له منځه وړل شوي دي.
نوموړي زياته کړه، چې د ګرشک ولسوالۍ په اړوندو کې هم يو تن وسله وال د خپل ماين په چاودنه کې وژل شوی او يو بل تن ټپي شوی دی.
خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA