ads

د ننګرهار ولايت د حج او اوقافو پر رييس ځانمرګی بريد شوی

د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، د دغه ولايت د حج او اوقافو پر رييس ځانمرګی بريد شوی، چې نوموړی ترې روغ وتلی خو ورور يې په کې وژل شوی دی.

نویسنده: sarwan
27 کب 1395
د ننګرهار ولايت د حج او اوقافو پر رييس ځانمرګی بريد شوی

د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، د دغه ولايت د حج او اوقافو پر رييس ځانمرګی بريد شوی، چې نوموړی ترې روغ وتلی خو ورور يې په کې وژل شوی دی.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي کليد ته وويل، چې نن له غرمې وروسته شاوخوا دوه نيمې بجې د سرخرود ولسوالۍ درونټې سيمې په هجرت کلي کې د ننګرهار د حج اوقافو پر رييس عبدالظاهر حقاني ځانمرګی بريد شوی، چې نوموړي ته په دغه بريد کې زيان نه دی اوښتی، خو يو ورور يې په کې وژل شوی دی.
نوموړی وايي، په دغه ځانمرګي بريد کې نور چاته زيان نه دی اوښتی.
له بل لوري د ننګرهار د عامې روغتيا رياست چارواکي هم وايي، چې له يادې پېښې دوی ته يو جسد ور وړل شوی دی.
اخوا بيا له سيمې يو شمېر عيني شاهدانو کليد ته د نوم او غږ د نه خپراوي په شرط وويل، چې د سيمې د خلکو له لوري دوه تنه نور ځانمرګي بريدګر ژوندي نيول شوي دي.
تر اوسه د حکومت وسله‌ والو مخالفينو په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي، خو ظاهر حقاني له دې وړاندې ډېر کله په غونډو کې د داعش او طالبانو خلاف ويناوې کولې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA