ads

چپرهار كې ځمكني او هوايي عمليات، ۷۶ طالبان وژل شوي، ۴۰ ټپيان

د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، په بيګا شپه او نن سهار په چپرهار ولسوالۍ کې د هوايي بمبار او ځمکنیو بریدونو په ترڅ کې ۷۶ وسله وال طالبان وژل شوي او له ۴۰ زیات ټپيان دي.

نویسنده: The Killid Group
8 وږی 1395
چپرهار كې ځمكني او هوايي عمليات، ۷۶ طالبان وژل شوي، ۴۰ ټپيان
Afghan Commandos from the Sixth Commando Kandak practices infiltration techniques using the Afghan National Army Air Corps Mi-17 helicopter on April 1 at Camp Morehead in the outer regions of Kabul. The training was in preparation for future air assault missions needed in order to disrupt insurgent activity and bring stability to the population and the region.

د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، په بيګا شپه او نن سهار په چپرهار ولسوالۍ کې د هوايي بمبار او ځمکنیو بریدونو په ترڅ کې ۷۶ وسله وال طالبان وژل شوي او له ۴۰ زیات ټپيان دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي کلید ته وویل، تیره شپه د چپرهار ولسوالۍ سپین جومات، څپرې او شین کندي سیمو کې  د کورنیو ځواکونو له لورې پر وسله والو هوايي او ځمکني بریدونه شوي، چې په ترڅ کې يې نږدې ۸۰ وسله وال طالبان وژل شوي او له ۴۰ زیات ټپیان شوي دي.
هغه وايي، په ترسره شويو عملیاتو کې ملکي وګړو او امنیتي منسوبینو ته کوم زیان نه دی اوښتی، بلخوا د ننګرهار د ولایتي شورا منشي ذبیح الله زمري هم کلید ته وویل، چې په یادو بریدونو کې ۷۶ طالبان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.
زمري په دغو بریدونو کې د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې نه اوښتو ډاډ ورکړ؛ خو وايي یو جومات په کې ویجاړ شوی دی.
په همدې حال کې د سیمې یو اوسیدونکي، چې نه یې غوښتل نوم او غږ یې نشر شي کلید ته وویل، چې وسله والو طالبانو په سیمه کې داعش ډلې ته خط جوړ کړی و، چې د دولتي ځواکونو تر برید لاندې راغلل.
هغه زیاته کړه، تر برید وروسته وسله وال په سیمه کې یو جومات ته ننوتل او دولتي ځواکونو پرې د بې پیلوټه، جیټ الوتکو بمبارۍ او ځمکني بریدونه هم وکړل، چې له امله یې ګڼو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
دغه شخص چې نه یې غوښتل نوم یې په ډاګه شي كليد ته په خپلو خبرو كې زياته كړه چې په یادو بریدونو کې یو ملکي وګړی هم وژل شوی؛ خو د دولتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه یې څه ونه ویل.
بلخوا وسله والو طالبانو په دغه نښته کې د ۲۰ امنیتي ځواکونو او ۸ طالبانو د مرګ ژوبلې خبره کړې ده.
د دوی ویاند ذبیح الله مجاهد کلید ته په یو راستولي ټلیفوني پیغام کې دعوه کړې، چې ګډو افغان او بهرنیو ځواکونو په چپرهار ولسوالۍ کې له طالبانو سره تر نښتې وروسته د خلکو د استوګنې پر کورونو او یو جومات باندې بمبار کړی دی.
خو د ننګرهار ولایتي چارواکو د طالبانو دغه ادعا رد کړې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA