د هرات ولايتي شورا رئيس له ممنوع الخروج او د دندې د تعليق له اعلان يوه اوونۍ وروسته يو ځل بيا د ولايتي شورا غونډو ته حاضر شو.
كامران عليزى د استيناف څارنوالۍ پر حريم له تېري او په زور د يو تورن كس له خوشې كولو وروسته د لويې څارنوالۍ لخوا ممنوع الخروج اعلان شو، دنده يې هم تعليق شوه او د نيولو امر يې هم وشو.
خو له دغه بنديز يوه اوونۍ وروسته كامران عليزي د هرات د ولايتي شورا په انګړ كې وويل، د هرات د څارنوالۍ رياست د ده په اړه لويې څارنوالۍ ته ناسم راپور وركړى و: (( پر ما د هرات څارنوالۍ لخوا لګېدلي ټول تورونه بې اساسه وو، د هرات والي په دې قضيه كې اصلي پړ دى.))
كامران عليزي دغه راز د هرات والي په كمزوري مديريت، سهل انګارۍ او بې كفايتۍ هم تورن كړ، خو د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد كليد ته دغه تورونه رد كړي او زياته يې كړه ولايتي ادارې د ولايتي شورا د رائيس په اړه قانوني اجرائت كړى دى.
خو بلخوا دندې ته د هرات ولايتي شورا د رئيس په حاضرېدو يو شمېر مدني فعالان راپارېدلي او وايي د ولايتي شورا رئيس بايد تر قانوني تعقيب لاندې ونيول شوي او دوسيه يې د قانون له مخې حل و فصل شي.
ومو غوښتل د كار ته د هرات د ولايتي شورا د رئيس د بيا حاضرېدو په اړه د لويې څارنوالۍ نظر هم له ځانه سره ولرو، خو كوم ځواب مو ترلاسه نه كړ.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ