ads

طالبانو حصارك ولسوالۍ ته تللې ټولې لارې تړلي

د حصارک ولسوال حاجي خالق له کلید سره په خبرو کې وویل، له تېرو دريو میاشتو راهيسې په دغه ولسوالۍ کې ولسونه له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

نوموړی وایي، په یاده ولسوالۍ کې افغان ځواکونه له وسله والو سره په نښتو کې بریالي دي، خو ولسوالۍ ته غځیدلې لارې او مهمې نقطې د وسله والو په لاس کې دي

نویسنده: The Killid Group
6 وږی 1395
طالبانو حصارك ولسوالۍ ته تللې ټولې لارې تړلي

د ننګرهار د حصارک چارواکي وایي، په دغه ولسوالۍ كې وضعیت ترینګلی شوى او له تېرو څو ورځو راهيسې ولسوالۍ ته غځېدلې ټولې لارې وسله والو بندې کړې دي.

چارواکي وایي، د حصارك ولسونه له سختو ستونزو سره مخ دي، خو ولایتي ادارې تر اوسه په دې اړه څه نه دي کړي.

د حصارک ولسوال حاجي خالق له کلید سره په خبرو کې وویل، له تېرو دريو میاشتو راهيسې په دغه ولسوالۍ کې ولسونه له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

نوموړی وایي، په یاده ولسوالۍ کې افغان ځواکونه له وسله والو سره په نښتو کې بریالي دي، خو ولسوالۍ ته غځیدلې لارې او مهمې نقطې د وسله والو په لاس کې دي.

ولسوال زیاتوي، د جمعې شپې په نښته کې د وسله والو طالبانو ۱۳۵ تنه وژل شوي او په لسګونه نور ټپیان شوي دي: (( چې زه هر څومره درته ووايم دا كمه ده، د حصارك وضعيت خراب دى، د حصارك ولس غرق شو، تباه شو، په حصارك باندې له دريو مياشتو  دومره تنګسه ده، چې وسله وال هېڅ خوراكي شيان د ولسوالۍ ساحې ته نه پرېږدي، ولسوالي څلور دېوالو ته پاتې ده، هغه نقطې چې موږ دوى پرې تهديدول اوس له دوى سره دي، قوتونه مو جنګېږي، پرون شپه جنګ كې ۱۳۵ د دښمن وسله وال مړه او د ټپيانو يې حساب نه شته.))

په ورته وخت کې بیا د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي، چې په حصارک ولسوالۍ کې يې وسله والو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

د ننګرهار امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسین مشرقیوال کلید ته وویل، د تېرو ۲۴ ساعتونو په اوږدو کې د یادې ولسوالۍ په بیلا بیلو سیمو کې د هوایي او ځمکنیو بریدونو له امله د وسله والو ۹ قوماندانو او ۸ بهرنیو وسله والو په ګډون ۶۹ وسله وال وژل شوې دي.

نوموړی وایي، چې په یادو بریدونو کې افغان ځواکونو او ولسي خلکو ته هیڅ زیان نه دی رسیدلی.

بلخوا د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد کلید ته له نا معلوم ځایه د ټلیفون په کرښه ویلي، چې د حصارک ولسوالۍ ډیری سیمې د دوی په ولکه کې دي.

نوموړی د افغان ځواکونو له لوري وسله والو ته د اوښتو تلفاتو خبرونه ردوي او وایي، په نښتو كې ۱۳ افغان ځانګړي ځواکونه او ۴ د دوی ملګري وژل شوي دي.

د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله والو تر منځ دا نښتې په داسې حال کې رواني دي، چې له دې وړاندې هم څو ځله په یادې ولسوالۍ د وسله والو ډله ییز بریدونه شوي وو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA