ads

غزني كې نښتې، د درېو قومندانانو په ګډون ۱۲ وسله وال مړه

د غزني ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند فهیم امرخیل کلید ته وویل، وسله والو تېره شپه ناوخته شاوخوا یوه بجه د دې ولایت د مرکز په قدم خان، قاضي کلا او سهار وختي هم د اندړو، ده یک او قره باغ ولسوالیو په اړوندو کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو ډله يیز بریدونه کړي، چې په پایله کې یې د وسله والو د دريو قومندانانو ملا بخت محمد، خالد عمر او قاري عباس په ګډون ۱۲ تنه وسله وال وژل شوي او۵ تنه یې ټپیان شوي دي

نویسنده: The Killid Group
3 وږی 1395
غزني كې نښتې، د درېو قومندانانو په ګډون ۱۲ وسله وال مړه

د غزني امنیتي چارواکي وایي، د دې ولايت په مرکز او ځینو ولسوالیو کي د تېري ورځي له مازدیګر راهیسې د نن ورځې تر غرمې پورې د امنیتي ځواکونو او وسله والو مخالفینو ترمنځ نښتو کې د دریو قومندانانو په ګډون ۱۷ وسله والو او ۷ امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د غزني ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند فهیم امرخیل کلید ته وویل، وسله والو تېره شپه ناوخته شاوخوا یوه بجه  د دې ولایت د مرکز په قدم خان، قاضي کلا او سهار وختي هم د اندړو، ده یک او قره باغ ولسوالیو په اړوندو کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو ډله يیز بریدونه کړي، چې په پایله کې یې د وسله والو د دريو قومندانانو ملا بخت محمد، خالد عمر او قاري عباس په ګډون ۱۲ تنه وسله وال وژل شوي او۵ تنه یې ټپیان شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، د قاضي کلا په سیمه کې درې امنیتي سرتېري هم وژل شوي او څلور تنه یې ټپیان شوي، چې دمګړۍ تر درملنې لاندې دي.
د امنیه قومندانۍ ویاند وایي، په یادو سیمو کې د وسله والو مخالفینو له لوري ۹ کړۍ ځای پر ځای شوي ماینونه هم د امنیتي ځواکونو له لوري کشف او خنثی شوي دي.
د دولت وسله والو مخالفینو تر اوسه د دغو پیښو په اړه څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA