په یمن کې د سعودي عربستان په مشرۍ د عرب ایتلافي ځواکونو په تازه هوايي بریدونو کې ۲۶ کسان وژل شوي او شل نور ټپیان شوي دی.
حوثي وسله والو ویلي چې جنګي الوتکو د یمن مرکز صنعا د پولیسو په یو مرکز هوايي بمبار تر سره كړي دي چې ور سره یاده ودانۍ هم په بشپړ ډول له منځه تللې ده. په یمن کې د سعودي عربستان په مشرۍ د عرب ایتلافي ځواکونو په تازه هوايي بریدونو کې ۲۶ کسان وژل شوي او شل نور ټپیان شوي دی.
حوثي وسله والو ویلي چې جنګي الوتکو د یمن مرکز صنعا د پولیسو په یو مرکز هوايي بمبار تر سره كړي دي چې ور سره یاده ودانۍ هم په بشپړ ډول له منځه تللې ده.
ژغورونکو ډلو هم ويلي چې په وژل شویو کسانو کې ډيری هغه یی پولیس دي او یو شمیر یې اوس هم تر غورځیدلې ودانۍ لاندې پآتې دي.
په یمن کې د تېر کال له مارچ میاشتې راهیسې د تښتیدلي جمهور رئيس منصور هادي او حوثي شيعه وسله والو تر منځ نښتو کې تر اوسه له پنځه زرو زیات کسان وژل شوي دي.