ads

نواز شريف: له ګاونډيو هېوادونو سره سوله ييزې اړيکې غواړو

د پاکستان لومړى وزير نواز شريف وايي، هېواد يې په سيمه کې د افغانستان په ګډون له ټولو ګاونډيو هېوادونو سره دوستانه او سوله ييزې اړيکې غواړي او د دې هدف د ترلاسه کولو لپاره به خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي. د پاکستان لومړى وزير نواز شريف وايي، هېواد يې په سيمه کې د […]

نویسنده: The Killid Group
5 تله 1393
نواز شريف: له ګاونډيو هېوادونو سره سوله ييزې اړيکې غواړو

د پاکستان لومړى وزير نواز شريف وايي، هېواد يې په سيمه کې د افغانستان په ګډون له ټولو ګاونډيو هېوادونو سره دوستانه او سوله ييزې اړيکې غواړي او د دې هدف د ترلاسه کولو لپاره به خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي.

د پاکستان لومړى وزير نواز شريف وايي، هېواد يې په سيمه کې د افغانستان په ګډون له ټولو ګاونډيو هېوادونو سره دوستانه او سوله ييزې اړيکې غواړي او د دې هدف د ترلاسه کولو لپاره به خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي.

نوموړى زياتوي، چې افغانستان اوسمهال له يوه تاريخي پړاوه تيرېږي؛ په دې هېواد کې د لومړي ځل لپاره واک په سوله ييز ډول له يوه حکومته بل ته لېږدي، چې له كبله يې پاکستان افغان ولس او نوي افغان دولت ته مبارکي او د هراړخيزو همکاريو ژمنه ورکوي.

نوازشريف تېره شپه د امريکا په متحده ايالاتو کې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته په وينا کې همدارنګه وويل، افغانستان او پاکستان دواړه په سيمه کې له يو ډول ننګونو سره مخ دي، چې پراخو دوه اړخيزو اړيکو او تفاهم ته اړتيا لري.

نوموړي هيله څرګنده کړه، چې په افغانستان کې به د افغانانو په مشرۍ د جوړجاړي عمل مخ په وړاندې روان وي، چې په ترڅ کې به يې په دې هېواد کې سياسي ثبات او تلپاتې سوله رامنځته شي.

نواز شريف دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې په افغانستان کې د جمهوري رياست ټاکنو دواړه کانديدان د ملي يووالي حکومت پر جوړولو موافقې ته ورسېدل او ډاکټر اشرف غني احمدزى نوى منتخب جمهوررئيس وټاكل شو.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA