د پاكستان د خيبر پښتونخوا ايالت مركز پېښور ښار كې نن سهار موټر بم چاودنې ۱۶ تنو ته مرګ ژوبله واړوله. پاکستاني رسنۍ وايي، چاودنه د پېښور په صدر سيمه كې د اورګاډي ىو تمځاى ته څېرمه د پولىسو د مرکز مخې ته شوې ده.
د پاكستان د خيبر پښتونخوا ايالت مركز پېښور ښار كې نن سهار موټر بم چاودنې ۱۶ تنو ته مرګ ژوبله واړوله.
پاکستاني رسنۍ وايي، چاودنه د پېښور په صدر سيمه كې د اورګاډي ىو تمځاى ته څېرمه د پولىسو د مرکز مخې ته شوې ده.
د رپوټونو له مخې، په دې پېښه كې د يوه سرتېري په ګډون درې تنه وژل شوي او ۱۳ تنه نور ټپيان دي.
په وژل شوىو کسانو کې ىوه مېرمن هم شامله ده.
تر اوسه د دې پېښې مسووليت چا پرغاړه نه دى اخيستى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ