ads

غالۍ؛ زحمت زموږ، ګټه د نورو

په داسې حال کې چې په کندز او یو شمېر نورو ولایتونو کې د غالۍ اوبدنې مرکزونه په نشت حساب دي د سوداګرۍ وزارت وايي چې غالۍ اوبدونکو ته یې د هېواد په دننه کې آسانتیاوې برابرې کړې دي. په داسې حال کې چې په کندز او یو شمېر نورو ولایتونو کې د غالۍ اوبدنې […]

نویسنده: The Killid Group
31 غویی 1390
غالۍ؛ زحمت زموږ، ګټه د نورو

په داسې حال کې چې په کندز او یو شمېر نورو ولایتونو کې د غالۍ اوبدنې مرکزونه په نشت حساب دي د سوداګرۍ وزارت وايي چې غالۍ اوبدونکو ته یې د هېواد په دننه کې آسانتیاوې برابرې کړې دي.

په داسې حال کې چې په کندز او یو شمېر نورو ولایتونو کې د غالۍ اوبدنې مرکزونه په نشت حساب دي د سوداګرۍ وزارت وايي چې غالۍ اوبدونکو ته یې د هېواد په دننه کې آسانتیاوې برابرې کړې دي.

دا وزارت دا اعا هم کوي چې په کور دننه به د غالۍ اوبدنې صنعت پراخ کړای شي او دې ته به اړتیا نه وي چې سوداګر پاکستان ته د هغه د پروسس لپاره سفر وکړي.

د سوداګرۍ وزارت چارواکي وايي چې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال په هېواد کې د غالیو د برش، مینځلو او بیاتي کېدلو چارې په ټپه ولاړې وې، خو دا کچه اوس په سلو کې دېرشو ته لوړه شوې ده.

د سوداګرۍ وزیر انوارالحق احدي وايي چې په نږدې کلونو کې به په دې برخه کې د زیات پرمختګ شاهدان وو.

د نوموړي په خبره د غالۍ اوبدنې د صنعت د پراخولو په هدف د هېواد په شمال او ختیځ کې یې د دوو صنعتي پارکونو د جوړولو چارې پیل کړي: ((د دغو پارکونو په جوړېدو به په راتلونکو پنځو کلونو کې د برش، مینځلو او بیاتي کولو چارې په سلو کې پنځوس او یا شپېتو ته لوړې شي.))

حاضر حال د افغان غالیو د مینځلو او بیاتي کولو ټولې چارې په پاکستان کې ترسره کېږي.

د سوداګرۍ د خونو چارواکي اندېښنه ښيي چې د امکاناتو په نشت کې به پر دغه صنعت د افغانانو ولکه ختمه شي.

د دغې اداري مشاور یونس نګاه: (( امنیت مهم دی، غالیو اوبدونکو ته د پورونو ورکول، د مالي امکاناتو برابرول، د استوګنې ځایونه او صنعتي پارک د دغه صنعت په کابو کولو کې غټ رول لري.))

د غالۍ اوبدونکو په وینا د همدغو آسانتیاو د نشت له کبله ده چې په ډېری ولایتونو کې دا صنعت په ټپه ولاړ دی.

د کندز ولایت یو تن غالۍ اوبدونکی فریدالله چې شاوخوا سل کاله دمخه یې نیکونه له لغمان ولایت څخه دغلته مېشت شوي وايي چې درې کاله پخوا په  دغه ولایت کې د غالۍ اوبدنې څو مرکزونه وو، خو اوس یې کارخانو ځایونه تش دي.

د نوموړي په خبره د ښار په ځینو برخو کې د قالینو د بیاتي کولو ابتدايي کارخانې هم وې چې اوس تړلې دي.

د هغو معلوماتو له مخې چې زموږ خبریال ترلاسه کړي دي، دم ګړۍ په دغه ولایت کې د غالۍ اوبدنې ډېرې ابتدايي چارې پرمخ روانې دي او یوازې هغه مېرمنې د اړتیا له مخې ورته تن ورکوي چې سرپرست نه لري.

په کندز کې د غالیو د اتحاديې مسؤل حاجي نصرالله خان وايي زحمت د دوی دی او راحت د پاکستان: (( له پاکستان څخه د د غالیو سوداګر راځي، قالینې پاکستان ته وړي او له هغه ځایه  د پاکستان په نوم صادرېږي.”

په کابل کې د غاليو د اتحاديې یو تن غړی قاری حلیم خان هم همدا ګیله لري چې افغان سوداګر له نړیوالو بازارونو محروم دي:” جګړو د غاليو پرصنعت منفي اغېز كړى، دولت نه دى توانيدلى چې د صنعت كارانو له سرڅخه وريځي لرې کړي.”

نوموړی غوښتنه کوي چې صنعتکارانو ته د خپلو غالیو د انتقال آسانتیا هم برابره شي: (( په دې سره به زموږ غالۍ په خپل نوم صادرې شي.))

هغه زياتوي چې بهرنيو ماركيټونو ته د نه لاسرسي له کبله يوازې په سلو كې دوه نيم فيصده غالۍ د افغاني غاليو په نوم  صادرېږي او پاتې یې د پاکستان او نورو ګاونډیانو.

د جوزجان د اقچې ولسوالۍ د غاليو سوداګر بیګي قل وايي، غالۍ ځكه پاكستان ته لېږدوي چې نه يوازې ټول اړين امكانات په اختيار كې وركوي، بلكې افغان سوداګرو ته يوه اندازه پيسې د پيش پرداخت په ډول وركوي: (( په تېره بیا چې په دې وروستیو کلونو کې یو شمېر افغان غالۍ اوبدونکو ته پاکستاني شناختي کارټونه هم ورکول شوي دي.))

حاجی سرورخان په شمال کې د غاليو يو بل سوداګر بيا وايي، افغان سوداګر د پاكستاني سوداګرو په ولكه كې دي، هغوى پيسي وركوي او دوى اړ دي چې غالۍ پاكستان ته ولېږدوي: ((دا واضحه ده چې په دغسې وخت کې افغان غالۍ د پاکستان په نوم صادرېږي.))

په شمال کې د غالۍ اوبدنې د اتحادیې مرستیال محمد قل وايي، شپږ ملیونه افغانان د غالۍ اوبدنې، پیر او پلور په چارو بوخت دي: ((یوازې څلور ملیونه یې په شمال کې دي چې له همدې لارې نفقه برابروي.))

محمد قل دا هم وایی چې په كلنۍ كچه له دوه مليونه مترمربع زياتې غالۍ په افغانستان كې اوبدل كېږي.

حاجې قنديل چې د جوزجان ولايت په اقچه ولسوالۍ كې د غالۍ اوبدلو فابريكه لري وايي، په كارخانه كې یې هرکال ۱۲۰ زره متره مربع غالۍ اوبدل كېږي، خو ګټه یې پاکستان وړي:” په متوسط ډول د افغاني غالۍ يو متر مربع په پاكستان كې ۳۰۰۰ زره كلداري ارزښت لري، پاكستاني سوداګر د همدغې غالۍ في مترمربع په ۱۵۰ ډالرو پلوري.”

د همدې فابريكي يو بل تن كاركوونكى وايي چې پاكستان په كلنۍ كچه د افغاني غاليو له صادرولو ۱۳۰ مليونه ډالره ګټه كوي. په داسې حال كې چې په افغانستان دوه نيم مليونه تنه هركال دوامداره لوږه ننګوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA