ads

دولتي مامورینو ته کوپون، خو له کومې بودجې؟

افغان چارواكي وايي، دولتي مامورينو ته به د روان كال د پسرلي تر پايه د كوپون لړۍ بيا پيل كړي، خو د بودجې په اړه یې د معلوماتو له ورکولو ډډه کوي. د دوى په خبره د كوپون د لړۍ د بيا پېلېدو سره به نږدې ۲۳۰۰ تنو ته د كار زمېنه برابره شي او […]

نویسنده: The Killid Group
3 غویی 1390

افغان چارواكي وايي، دولتي مامورينو ته به د روان كال د پسرلي تر پايه د كوپون لړۍ بيا پيل كړي، خو د بودجې په اړه یې د معلوماتو له ورکولو ډډه کوي. د دوى په خبره د كوپون د لړۍ د بيا پېلېدو سره به نږدې ۲۳۰۰ تنو ته د كار زمېنه برابره شي او په وينا يې، د خوراكي  توكو د لوړو نرخو نو په راماتولو كې

افغان چارواكي وايي، دولتي مامورينو ته به د روان كال د پسرلي تر پايه د كوپون لړۍ بيا پيل كړي، خو د بودجې په اړه یې د معلوماتو له ورکولو ډډه کوي.

د دوى په خبره د كوپون د لړۍ د بيا پېلېدو سره به نږدې ۲۳۰۰ تنو ته د كار زمېنه برابره شي او په وينا يې، د خوراكي  توكو د لوړو نرخو نو په راماتولو كې به هم مهمه ونډه ولري، مګر قاطع دلیل نه وړاندې کوي.

د سوداګرۍ  وزارت  د ارزاقو د تصدۍ رئيس سيدهاشم هاشمي  وايي، د وزيرانو شورا درې مياشتې وړاندې پرېكړه كړې چې د ولتي مامورينو ته دې د كوپون لړۍ بيا پيل شي: (( په ١٣٧١ کال د مجاهدينو د حکومت تر راتګ مخکې دولتي کار کوونکو ته د کوپون له لارې په مياشت کې ٥٨ کيلو گرامه غنم، ٧ کيلو غوړي، صابون، ٧ کيلو گرامه بوره او يو کيلو گرام چاى د لږو پيسو په بدل کې ورکول کېدل.))

د نوموړي په خبره دولتي مامورينو ته د كوپون لړۍ  تر ۱۳۷۱ كال وروسته په ټپه ودرېده او په وينا يې تر اوسه دا لړۍ  بيانه ده پيل شوې: (( ټاکل شوې د روان کال د پسرلي په وروستيو کې دغه لړۍ پيل شي.))

نوموړى وايي، د كوپوني موادو د تخفيف په اړه ور سره دقیق معلومات نشته دی، خو زياتوي چې تخفيف خامخا په نظر كې نيول شوى دى: (( د كوپون د بيا توزيع مراحل له شپږو كمسیونونو تېر شوي او اوس د ماليې وزارت د تصديو د ارزيابۍ په كمسیون كې تر كار لاندې دي.)) خو هغه ډېر جزئیات ورنه کړل چې دا مراحل کومو کمسیونونو ارزولي دي.

د ارزاقو د تصدۍ رئيس  کلید ته وویل  چې د كوپون له پيل سره به په بازار كې نرخونه هم استقرار ومومي او د خلكو په ژوند كې به پوره پوره بهبود راشي: (( كه په هر ولا يت كې نږدې ۵۰۰۰ تنه مامورين له كوپون  ګټه پورته كړي، د بازار په نرخونو كې ضروري ده چې كمښت به راشي او د لوړېدو چانس به تر لا سه نه كړي.))

نوموړى وايي، تر اوسه ورسره كوم خاص هېواد مرسته نه ده كړې، خو په خبره یې په دې لټه كې دي چې د كوپون د وېش لپاره، د نړيوال خوراكي پروګرام له لارې چې اوس یې مواد په پاشلي ډول ويشل كېږي مرسته تر لاسه كړي: (( د امريكا د سفارت سره هم په اړيكه كې يو چې په دې برخه كې را سره مرسته وكړي، وبه ګورو چې څه به کېږي.))

د نوموړي په خبره تر اوسه د كوپون پر كيفيت له وړاندې څه نه شي ويلى او په وينا يې د كوپون د شرايطو په اړه به د ماليې وزارت د تصديو د ارزيابۍ د كمسیون  له پرېكړې وروسته بشپړ ې خبرې وكړي: (( كله چې دې كمسیون پرېكړه وكړه، له هغه وروسته به موږ دكوپون د اساس ( شرایو) په اړه خبرې وكړو.))

بلخوا يو شمېر دولتي مامورين هم د دولت پر دې ګام ډېر خوښ دي.

د ارزاقو يو تن مامور شاه ولي له كليد سره په خبرو كې وويل چې د كوپون له پیل سره به  له يوې خوا د مامورينو په ژوند كې بدلون راشي او له بلې خوا به په بازار كې نرخونه هم راپرېوځي: ((  په درې یا پنځه زره افغانۍ څه كېږي، خو كوپون به د مامورينو ستونزې را كمې کړي.))

د نوموړي په خبره دولت دې د كوپون لړۍ ژر پيل كړي.

يو تن دولتي مامور محمد اکبر هم د كوپون اهمیت په ګوته کوي او وايي چې د كوپون پر بيا پيلېدا به د مامورينو ستونزې تر ډېره را كمې شي.

د نوموړي په خبره په  تېرو وختونو كې هم د كوپون له لارې د دولتي مامورينو ډېرې ستونزې حل كېدلې: (( كه اوس كوپون بيا پيل شي، ډېرې ستونزي ورسره حل كېداى شي، په بازار كې به نرخو نه هم را ټيټ شي.))

خو يو شمېر نور بيا د دولت له خوا دكوپون د وركولو په لړۍ بې باوره برېښي.

دوى وايي، دولت  څو پلا مخكې هم ورته وعدې كړي او په وينا يې له يوې مودى وروسته له پامه غورځول شوي دي.

شريفه عديل چې په يو ښوونځي كې دنده لري، همدا خبره كوي او زياتوي چې دولت به دا ځل هم په خپله وعده وفا ونه كړي: (( موږ به څو د دولت په دې تشو وعدو تېروځو، مخكې يې هم دا خبره راتوده كړې وه، خو هېڅ يې  ونه كړل.))

د ښوونكې عديل په خبره كه كوپون پيل شي د مامورينو په ژوند كې به بدلون راشي، خو په وينا يې د دولت نورو كړنو ته چې ګوري، د كوپون د وېش په پروسه هم شكمنه ده: (( كه دولت كوپون وركوي، دا خبره په كې ډېره مهمه ده چې د كوپون شرايط به څنګه وي، دې خبرې ته هم په اندېښنه كې يوو.))

شريف الله فضلي چې په ننګرهار ولايت كې يه يو دولتي ارګان كې دنده لري هم د كوپون د توزيع په اړه اندېښمن دى.

نوموړى وايي چې دولت په تېرو وختونو كې هم  د کوپون په وېش کې انصاف نه و کړی: (( اوس هم له دولت نه دا تمه نه لرم چې كوپون دې په عادلانه توګه ووېشي او دا ومنو چې وبه یې ویشي، دوی دا مواد له کومه کوي؟.))

د فضلي په خبره دا یو حقیقت دی که د كوپون لړۍ پيل شي د مامورينو اقتصاد به هم ور سره وده وكړي: (( كه دولت مامورينو ته كوپون وركړي، د معاش د كمښت ستونزه بيا په خپله حليږي او كوم مشكل به نه وي، خو زه پرخپله اندېښنه ولاړ یم.))

دمشرانو جرګې د رسنيو د څانګې مشر قدم علي نيکپى هم په دې كار خوښ دى چې د دولتي مامورينو لپاره بيا كوپون پيلېږي: (( دا د دولتي کارکوونکو لپاره ښه خبر دى.))

نوموړى وايي چې له ١٣٧١ کاله مخکې کوپون له اقتصادي پلوه د دولتي مامورينو په ژوند کې مهم رول درلود.

د اقتصادي چارو شنونكي هم په دې باور دي چې د كوپون له پيلېدو سره به د دولتي مامورينو په ژوند كې مثبت بدلون را شي.

د اقتصادي چارو يو كارپوه فضل حق مراد هم د كوپون پر ژر پيلېدا ټينګار وكړ: (( دا يو اړين كار دى چې دولت يې بايد ډېر ژر پيل كړي.))

نوموړى وايي، که ټولو دولتي مامورنيو ته کوپون ورکړل شي، د مامورنيو تر څنګ به د نورو خلکو پر ژوند هم ښه اغېز ولري: (( كه مامورين په ارزانه بيه لومړني توکي تر لاسه کړي ورسره به په بازار کې د دغو توکو بيې هم راولوېږي.))

دا په داسې حال كې ده چې د مشرانو جرګې په دې وروستيو كې د خوراكي توكو په اړه يوه طرحه  تصويب  او په نږدې وخت كې به يې جمهور رئيس كرزي ته وړاندې كړي.

د افغانستان د مشرانو جرگې د ملي اقتصاد د کمسيون مشر محمد اکبر وايي، په دغې تگلارې کې د افغانستان په بازارونو کې د خوراکي توکو د بيو د راماتولو د حل يوه لاره او پر حکومتي کارکوونکو د غله دانو وېشل ښودل شوي دي.

د نوموړي په خبره، په دغې طرحې کې د خوراکي توکو د بيو د ارزونې ترڅنگ له دولت څخه غوښتل شوي چې د دغو توکو د پېر او پلور چارې دې په خپل واک کې واخلي.

د اكبر په خبره، د دغې تگلارې د پلي کېدو لپاره لس کاله په پام کې نيول شوي او له دولته غوښتل شوي چې د خوراکي توکو د بيو د راماتولو لپاره دې په خپله مټې را ونغاړي . (( موږ په ١٧ مادو کې وړانديز کړى چې حکومتي کارکوونکو ته دې په پوځي او ملکي برخو کې د کوپون له مخې خوراکي توکي ورکړل شي .))

د نوموړي په وينا، دوى له دولته د شپږ  ډوله خوراکي توکو د وېشلو غوښتنه کړې او بيې يې هم ترڅنگ ليکلي دي : (( که دغه مواد له بهرنيو هېوادونو وارد شي، ٣٨٤ مليونه ډالره پيسې کېږي، که دغه مواد په هر ولايت كې پر څه باندې ٥٠٠ زرو حکومتي کارکوونکو ووېشل شي، د بازارونو بيې به هم را ټيټې شي.))

د يادونې ده چې له دې وړانديز درې كاله مخكې هم مشرانو جرګې ورته  يوه طرحه دولت ته سپارلې وه، خو دا ځل افغان سناتوران هيله مند دي چې دغه طرحه به د جمهور رئيس حامد کرزي له لورې ومنل شي.

دا په داسې حال كې ده چې  د ماليي وزرات چارواكي وايي، تر دې دمه د كوپون د موضوع په اړه دوى ته کوم خبر نه دی ورکول شوی.

د دې وزارت وياند عزيز شمس له كليد سره په يوه ځانګړې مركه كې ددې ټکي یادونه وكړه چې وزارت يې تر دې دمه د كوپون د بيا پيلېدا په اړه د ارزاقود تصدۍ له لوري كومه طرحه نه ده تر لاسه كړې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA