په تخار ولايت کې د سیند پرغاړه د پرتو ځمکو د خوندي کولو په هدف د ګبین اېښودلو چارې پیل شوې دي. چارواکي وايي چې دا پرژوه د تخار ولايت په خواجه غار ولسوالۍ کې د اوبو د سمون د ادارې له لوري ترسره کېږي.
په تخار ولايت کې د سیند پرغاړه د پرتو ځمکو د خوندي کولو په هدف د ګبین اېښودلو چارې پیل شوې دي.
چارواکي وايي چې دا پرژوه د تخار ولايت په خواجه غار ولسوالۍ کې د اوبو د سمون د ادارې له لوري ترسره کېږي.
د تخار د اوبو د سمون رئيس انجنير محمد سالم اکبر وايي، په ياده ولسوالۍ کې د طلاجات بند په شاوخوا کې د ګبین او استنادي دیوال د جوړېدو چارې ۳۲۴ زره امریکايي ډالره لګښت لري چې د دغې ادارې له پراختيايي بودجې ورکول کېږي.
د نوموړي په وينا، د پروژې په بشپړېدو سره به د سيمې شاوخوا درې زره جريبه ځمکه د اوبو او سېلابونو له ګواښه وژغورل شي: «د طلاجات بنسټيزه پروژه د ای خانم تاريخي غونډۍ ته نږدې پرته ده چې په تېرو کلونو کې د سېلابونو او د اوبو له كبله د سیمې ۳زره جريبه ځمکه او باغونه ویجاړ شوي دي.))
اکبرزیاتوي چې د دوى د وړانديز په نتيجه كې دغه پروژه منل شوې چې د بنسټ ډبره يې کېښودل شوه او کاریې اوس جریان لرې.
د سالم په خبره، دغه پروژه د ګبین Gabion جال په مټ رغول کېږي چې۷۵۰۰ متر مکعب ګبین جال په کې کارول کېږي.
د سالم د وينا له مخې ګبین یو ډول جال دی چې د سیند غاړه ورباندې پوښل كېږي او د اوبو په مقابل كې ښه مقاومت كولى شي.
اکبر په دغه ډول پروژو کې د ګبین جال کارول ډېر ګټور ګڼي: (( تاسې خبریاست چې د کوکچې سیند ډېر نشېب او میلان لري، کله چې اوبه زیاتې شي دواړوغاړو ته زیان اړوي، خو د ګبين په وسيله چې د سيند غاړې پوښل شوې وي بيا زيان نه شي اړولى.))
د هغه په خبره، ګبين جال د هر ډول فشار په پایله کې شکل بدلوي، خو ځای نه بدلوي: (( که په ګبین کې ډبرې و کارول شي هم یې لګښت ډېرېږي او هم تر عادي فشارلاندې په ډله ییزه توګه له منځه ځي، نوهڅه باید وشی چې د ډبرو د استعمال څخه مخنیوی وشی.))
نوموړی زیاتوي چې د پروژې ترپایه د سیمې څه باندې ۹ زره تنو ته به د كار زمينه هم برابره شي چې په دی سره به ډېرى کسان له بې کارۍ راووځي.
د تخار د هزار سمچ ولسوالۍ اوسېدونکی ۲۹کلن لطف الله وايي چې په تېرو کلونو کې يې د سیلابونو له كبله زیات باغونه، ځمکې او کروندې له منځه تللې دي.
د نوموړي په خبره، خلکو ته په سلګونه زره افغانۍ زیان وراوښتى دی.
لطف الله په تخار ولایت کې د اوبو د سمون ادارې له لورې شوې چارې ګټورې ګڼي او زیاتوي: (( تېرکال هم د خلکو زیاتې ځمکې اوبو یوړې، د اوبو د سمون ریاست له خوا په سیمه کې د کرنیزو ځمکو د خونديتوب په هدف تحکیماتي بندونه جوړشول، دا پروژې ډېرې ګټوري دي، ځکه خلک ورنه ګټه اخلي او کولی شی د دغه پروژو پر مټ خپلې ویجاړې شوې ځمکې بېرته ورغوي.))
د تخار ولايت خواجه غار ولسوالۍ اوسېدونكى سيد رحيم الله هم په دې باور دى چې دغه استحكامي بندونه به په دې ولايت كې د كرنيزو ځمكو د له منځه وړلو مخه ونيسي: (( دا ښه كار دى، زموږ ځمكې به له سيلابونو په امان شي.))
د نوموړي په وينا، د اوبو د سمون رياست دې په طلاجات سيمه كې خپلې چارې په سمه توګه ترسره کړي: ((په نورو ځايونو كې وخت اړول شوی.))
د تخار ولايت چارواکي وايي چې د خواجه غار ولسوالۍ په طلاجات سیمه کې په تېرو څو کلونو کې د اوبو او د سېلابونو له كبله څه نا څه درې زره جریبه ځمکې او باغونه ویجاړشوي دي.
دوى وايي، په پام کې ده د طلاجات بند په شاوخوا کې به د ګبین په اېښودو یادې ځمکې او باغونه بېرته ورغول شي.
خو د تخار ولايت يو شمېر اوسېدونكي بيا په دې اند دي چې د خواجه غار ولسوالۍ په طلاجات سيمه كې د دې ګبين جال جوړول به د نورو په څېر بې كيفيته وي.
په همدې ولسوالۍ كې يوتن ښوونكى ۳۹ كلن ګل قادر وايي: (( دا خبره په دې كوم چې په نورو ځايونو كې تجربه شوي، كومه نتيجه يې نه ده ور كړې.))
د هغه په وينا، تخنيكي ستونزې يې ډېرې مهمې دي، هغه دې په كې په پام كې ونيول شي: (( يوازې د ګبین جوړول مهم نه دي، د راتلونكې ستونزې او تخنيكي اړتياوې دې په كې په نظر كې ونيول شي او باكيفيته مواد دې په كې وكارول شي.))
د خواجه غار ولسوالۍ یو شمیراوسیدونکې په دغه سېمه کې د بیارغونې له بهیره سخت ناخوښه دي او وايي چې د بهرنیانو په دومره پراخ ډالري باران کې بیاهم د دوی سېمې ته کار نه دی شوی اوهرکال د دوی په سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه تراوبولاندې کېږي چې په دې سره سيمې ته پراخ اقتصادي زیان اوړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ