ads

په خوست كې سوداګر له ګمركه سرټكوي

د خوست سودا ګر وايي، په دې ولايت كې د خوراكي توكو بيې له دې كبله لوړې دي چې د خوراكي توكو واردونکو سوداګر، درې ځلې محصول وركولو ته اړكېږي. د خوست سودا ګر وايي، په دې ولايت كې د خوراكي توكو بيې له دې كبله لوړې دي چې د خوراكي توكو واردونکو سوداګر، درې […]

نویسنده: The Killid Group
22 وری 1390

د خوست سودا ګر وايي، په دې ولايت كې د خوراكي توكو بيې له دې كبله لوړې دي چې د خوراكي توكو واردونکو سوداګر، درې ځلې محصول وركولو ته اړكېږي.

د خوست سودا ګر وايي، په دې ولايت كې د خوراكي توكو بيې له دې كبله لوړې دي چې د خوراكي توكو واردونکو سوداګر، درې ځلې محصول وركولو ته اړكېږي.

د سوداګر و وينا ده چې کله دوى محصول  شوي مالونه  نورو ګاونډيو ولايتونو ته وړي، د ګمرک د چارواکو له خوا د دويم ځلې محصول وركولو  ته اړ ايستل کېږي چي په دې کار سره د مېوو،سبزيو او نورو توکو بيه لوړېږي.

محمد ولي چې د خوست په سبزي منډۍ کې ګدام لري، وايي: (( يو افغانستان دى، يو يې بايد ګمرک وي او مال هم بايد يو ځل ګمرک شي، نه دا چې موږ هرځاى مالونه ګمرك كړو، كه داسې وشي، نو د مالونو نرخونه به ضرور لوړېږي.))

دده په خبره چې په يوه لويه لارۍ کې نږدې اتلس سوه، يا دوه زره کارتنه راوړل کېږي، نو نشي کېداي چې ټول په يو ځاي وپلوري :(( موږ مال په عمده او پرچون ډول پلورو او کله چې يې نورو ولايتونوته لېږدوو، د ګمرک رياست چارواکي مو ږ د دويم ځلې محصول کولو ته اړباسي.))

محمد ولي له کليد سره په خبرو كې وويل چې د خوست ګمرک رياست په  دومنده ولسوالۍ کې يو ګروپ ګمارلۍ چې له موټرونو دوه ځله  ګمرک اخلي.

د پکتيا ولايت سوداګر غني الرحمن هم ورته خبره کوي او وايي چې دومره وس نه لري چې پر يو ځاى زيات مال واخلي، خو په پرچون ډول پنځوس پېټۍ له يوه او پنځوس له بله اخلي چې په دې سره هم د ګمرک چارواکي  ترې ګمرک اخلې او موټر يې په ورځو، ورځو په ګمرک کې ولاړ وي.

غنې رحمن وايي:(( سوداګرو ته بايد يوه لاره وسنجول شي چې دوى په ډاډه زړه خپل مالونه انتقال کړي.))

خو په خوست ولايت كې د ګمرك رئيس قرار شاه دا ادعاوې ردوي چې د سوداګرو مالونو  دې  څو ځله په اصطلاح ګمرګ شي.

نوموړى زياتوي:(( يو وارې چې د دوى مال محصول شي، دوى کولاى شي چې دننه په هېواد کې يې ګوټ ګوټ ته ولېږدوي، خو چې د ګمرک رياست اړونده ټول اسناد ولري.))

قرار شاه زياتوي چې د محصول شوو مالونو تر څنګ يو تعداد  غير محصول شوي مالونه په قاچاقي  ډول ښار ته ننوځي چې د دې لپاره دوى يو لړ تدابېر نيولي دي:(( دا زموږ د ګمارل شوي ګروپ دند ده چې ښار ته د راتلونکو موټرو د محصول پوښتنه او څارنه وکړي .))

د خوست ولايت د ګمرک رئيس وايي چې يو تعداد هغه سوداګر چې په لږ مقدار سبزي او مېوې نورو ولايتونو ته انتقالوي، بايد د انتقال فورم له ځانه سره ولري چې په هغه کې د مال مقدار، د انتقالوونکي نوم، د تبديل شوي موټر د پليټ لمبر او ټول مندرجات په کې ذکر شوي وي.

دا په داسې حال كې ده چې د يو شمېر كارپوهانو له انده، كه چېرته دولت له خلكو سره په ټكس اخيستلو كې مرسته وكړي په دې سره به نه يوازې د خوراكي توكو بيې كښته راشي، ترڅنګ به يې د بيا رغونې په كارونو كې هم ګړنديتوب راشي.

د خوست ولايت د ښار اوسېدونكى محمد سرور ځاځى وايي : (( دولت ته په كار ده چې د سوداګرو خنډونه له منځه يوسي نه دا چې په لاره كې ورته خنډونه راپيدا كړي.))

د هغه په خبره افغانستان تازه د آبادۍ پر لور روان دى، دولت او ولس دواړه بايد په دې لاره كې يو بل ته د مرستې لاس ور كړي، څو هېواد له اوږدو ناخوالو د ترقۍ او ښېرازى پر لور  رهبري كړي.

د خوست د سبزۍ منډايۍ سوداګرپه داسې حال کې په ګمرک رياست نيوکې کوې چې څه موده وړاندې هم دخوست ولايت ځينې نورو سوداګرو د تعميراتي موادو د لوړ ګمرک له كبله  په ګمرک رياست انتقادونه کول.

هغه مهال د سمنټو او نورو تعميراتي موادو بيې په بې سارې ډول لوړې شوې وې چې له کبله یې ډېری ودانیز کارونه په ټپه درېدلي وو.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA