افغان چارواكي وايي، نړيوال پانګه وال لېواله دي چې د كانونو په برخه كې پانګونه وكړي. د كانونو وزارت وياند جواد عمر وايي چې بهرنيو هېوادونو ورسره د كانونو د كيندنې په برخه كې د مرستو ژمنې كړې دي.
افغان چارواكي وايي، نړيوال پانګه وال لېواله دي چې د كانونو په برخه كې پانګونه وكړي.
د كانونو وزارت وياند جواد عمر وايي چې بهرنيو هېوادونو ورسره د كانونو د كيندنې په برخه كې د مرستو ژمنې كړې دي.
د نوموړي په وينا په دې اړه يې د امریکا د دفاع وزارت د پراختیایي همکارېو په مرسته د کاناډا په ټورنټو ښار کې يو كنفرانس هم جوړ كړى و چې د افغانستان د کانونو په اړه په کې هر اړخیزې خبرې وشوې.
ياده سرچينه زياتوي چې په دغه نړېوال کنفرانس کې پانګه والو د افغانستان د کانونو په برخه کې له پانګه اچونې سره ډېره لیوالتیا ښودلې: (( له نیکه مرغه موږ په دغه کنفرانس کې دا چانس ترلاسه کړ چې خپلې ځمکنۍ زیرمې نړېوالو سوداګرو او د بېلا بېلو هېوادونو استازو ته تشریح او ور وپېژنو.))
د عمر په خبره په دې كنفرانس كې د كانونو وزير وحیدالله شهراني د هغو کانونو په برخه کې چې د را ایستلو چارې یې بهرنیانو ته د داوطلبۍ په بڼه ورکول کېږي، ګډونوالو ته معلومات ورکړل:(( نړیوالو ته يې د دغو پروسو د شفافیت ژمنه وکړه.))
د جواد عمر په وينا، په دغه کنفرانس کې د کانونو وزیر وحیدالله شهراني د هغو کانونو یادونه هم وکړه چې د ایستلو لپاره چمتو شوي او زیاته یې کړه چې د کابینې له منظورۍ وروسته به نړیوالو ته د داوطلبۍ لپاره وړاندې شي.
په دغه کنفرانس کې د بېلابېلو هېوادونو د کانونو پر مسؤلینو سربېره، سترو نړېوالو پانګه والو او د سرو زرو وسپنې او نورو فلزاتو متخصيصنو هم برخه اخیستې وه.
د يادونې ده چې د افغانستان د کانونو په برخه کې دغه ځانګړی کنفرانس هرکال د کاناډا په ټورنتو ښار کې جوړېږي.
د کانونو وزارت چارواکي وایي، بهرنیان د افغانستان د کانونو د را ایستلو په برخه کې ډېره لیوالتیا ښیي او وایي چې دوه ویشت کمپنۍ د دې هیله لري چې د حاجي ګک د کان په را ایستلو کې چې د نړۍ د وسپنې تر ټولو لوی کان بلل کېږي پانګه واچوي.
اقتصادي کارپوهان په دې باور دي چې د سیمه ییزې سوداګرۍ او په اقتصادي لحاظ د افغانستان او د هغه د ګاونډیو هېوادونو د ګټو د شریکېدو په خوا کې په هېواد کې دننه د كانونو او ترځمكې لاندې د موجودو زېرمو په استخراج سره به په راتلونكو پنځو شپږو كلونو كې افغانستان د خپلو كورنيو لګښتونو له اړخه د نړيوالې ټولنې مرستو ته اړ نه وي.
د اقتصادي چارو كارپوه علي اكبر مرادي وايي چې د كانونو په قانوني استخراج سره به تر ټولو ډېره ګټه د افغان دولت په نصيب شي.
نوموړى زياتوي چې بې کاري به له منځه ولاړه شي، لوږه به مهار شي او ترټاکلې کچې به ورسره جرم او جنایت هم پای ومومي: (( دا هرڅه هغه وخت ترلاسه کېدلی شي چې حکومت د اقتصادي فعالیتونو د پراختیا لپاره نور هم فعال شي او د امنیت ترڅنګ د پانګونې په وړاندې ټول موجود خنډونه له منځه یوسي.))
نوموړى زياتوي چې دولت دې د سوداګرو لپاره آسانتياوې رامنځته كړي او سوداګريز قوانين دې اصلاح كړي: (( دا هغه څه دي چې دولت ورته په تېرو څو کلونو کې ډېر پام نه دی کړی.))
ډېرى ځمكپېژندونكي په دې باور دي چې د كانونو او ترځمكې لاندې د موجودو زېرمو په استخراج سره به په راتلونكو پنځو شپږو كلونو كې افغانستان د خپلو كورنيو لګښتونو له اړخه د نړيوالې ټولنې مرستو ته اړ نه وي.
د افغانستان ادارې د ځمكې لاندې د كانونو ارزښت د متحده ايالاتو د چارواكو د څېړونو په پرتله درې برابره زيات څرګند كړى او اوس د كانونو وزارت چارواكي، د درې زره مليارده ډالرو په ارزښت ، دكانونو لپاره پانګه اچوونكي لټوي.
د امريكا د فضايي ادارې د تحقيقاتو په نتيجه كې ويل شوي و چې ۱۴۰۰ ډول ډول كانونه په افغانستان كې موجود دي، حال دا چې تر دې وړاندې د هېواد په كچه د ۳۰۰ كانونو پخلى كېده.
د هېواد په شمالي څنډو كې د غازو شاوخوا ۳۶\۳ مترمكعبه او د نفتو ۶\۳ مليارد مترمكعبه زيرمې شته دي.
كال وړاندې ولسي جرګې د نفتو او ګازو قانون تصويب كړ. دا قانون شپږ فصلونه او ۷۱ مادې لري او د هغه له مخې هغو بهرنيو استخراج كوونكو ډلو ته چې د نفتو او ګازو د استخراج ليواله وي دا اجازه وركوي چې ځانته افغان شريكان ونيسي.
په دې وروستیو څوکلونو کې بهرنیان د افغانستان د کانونو د را ایستلو په برخه کې د پانګه اچونې هڅې کوي او افغان حکومت هم هلې ځلې کوي چې دې برخې ته د نړۍ د سترو پانګه والو پام را واړوي.
د ياد ونې ده چې په ۱۹۵۰ ميلادي كال كې د نفتو د پلټنې د رياست په منځته راتګ سره د ځمكپېژندنې هڅو هم پراختيا وموندله او په ۱۹۵۸ كال كې افغان ځمكپېژندونكو له خپلو روسي ملګرو سره د نفتو او ګازو د موندلو چارې پاى ته ورسولې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ