ads

د مېوو د صادراتو کچه په لوړېدو ده

تېرکال افغانستاله د نړۍ هېوادونو ته شپږ زره ټنه صادرات درلودل. خو سږکال به دا کچه ۱۲۰۰۰ ټنو ته ورسېږي. د کرنې وزارت ویاند مجیدالله قرار وایي، د صادراتو په دې پروسه کې د مېوو او سبو هراړخیز کیفیت تېرکال افغانستاله د نړۍ هېوادونو ته شپږ زره ټنه صادرات درلودل. خو سږکال به دا کچه […]

نویسنده: The Killid Group
17 کب 1389

تېرکال افغانستاله د نړۍ هېوادونو ته شپږ زره ټنه صادرات درلودل. خو سږکال به دا کچه ۱۲۰۰۰ ټنو ته ورسېږي. د کرنې وزارت ویاند مجیدالله قرار وایي، د صادراتو په دې پروسه کې د مېوو او سبو هراړخیز کیفیت

تېرکال افغانستاله د نړۍ هېوادونو ته شپږ زره ټنه صادرات درلودل. خو سږکال به دا کچه ۱۲۰۰۰ ټنو ته ورسېږي.

د کرنې وزارت ویاند مجیدالله قرار وایي، د صادراتو په دې پروسه کې د مېوو او سبو هراړخیز کیفیت په نظر کې نیول کېږي: ״ له رنګه د مېوې تر غټوالي او په کارتونونو کې تر ځای پرځای کولو پورې، هغه شرایط دي چې له دې پرته کورني تولیدات په نړیوالو مارکېټونو کې خپل ځان نه شي ثابتولی.״

د قرار په وینا د دغه هدف د ترسرنې لپاره یې په څو ولایتونو کې بزګرو ته د عامي پوهاوي پروګرامونه په لاره اچولي او دوی هیله لري چې د تېرو کلونو په نسبت به د کرنیزو حاصلاتو په کیفیت او تولید مثبته اغېزه وکړي.

نوموړی زیاتوي: ״ په پام کې لرو چې کشمش ارجنټاین، کچالو تاجکستان او دغه راز شاوخوا د دریو ملیونو پونډو په ارزښت انار انګلستان ته صادر کړو.״

د کرنې د پوهنځي استاد پوهنمل مسعود سعید وایي، د هېواد کورني تولیدات د نړۍ په هر ګوټ کې غوښتونکي لري، خو په خبره یې ډېری بزګر د کښت او د محصولاتو د راټولولو په طریقو نه پوهېږي.

د هغه په خبره که چېرې دولت او مرستندویه موسسې له بزګرو سره د مرستې لپاره اوږه ورکړي شونې ده چې په لنډ وخت کې افغانستان د مېوې او سبزۍ د صادراتو له اړخه بهرني بازارونه تسخیرکړي.

د کرنې د پوهنځي محصل محمد عارف سره وايي باید د بازارموندنې په اړه هم پوهاوی ورکړل شي: ״اکثر بزګران په مارکېټنګ نه پوهېږي او دا وړاندوینه نه شي کولای چې سږکال بازار څه ته اړتیا لري؟״

د کرنې د پوهنځي د هارټي کلچر ډیپارټمنټ محصل ۲۴ کلن احمد شاه په خبره د هېواد تازه او وچه مېوه هغه كورني محصولات دي چې په نړيواله كچه له خورا ښه كيفيت برخمن دي. هغه وايي چې دا توليدات په طبیعي ډول پخېږي او له همدې کبله ده چې د نړۍ له محصولات سره ژور توپير لري، ځكه د نورو هېوادونو مېوې پر كېمياوي او نورو موادو روزل كېږي چې خپل طبیعي خوند له لاسه وركوي، خو په وینا یې ستونزه دا ده چې دغه حاصلات د راټولولو او انتقال په وخت کې د بزګرانو د نه پوهاوي په سبب خپل کیفیت له لاسه ورکوي او له دې کبله د نړۍ په مارکیټ کې ځای نه شي موندلی.

هغه زیاتوي: ״ یوه بله لویه ستونزه دا ده چې موږ د خپلو حاصلاتو د کمیت په فکر کې یو د کیفیت غمه یې بیخي نه کوو چې له کبله یې اکثره وخت ترلاسه شوي حاصلات یا په کور کې پاتې کېږي او یا خرابېږي.״

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA