ads

نوي صنعتي پارکونه جوړېږي

د سوداګرۍ او صنايعو وزرات په پام كې لري چې په خوست، كندز، كندهار، هلمند او غزني  ولايتونو كې صنعتي پاركونه جوړ كړي. د ياد وزارت د چارواكو د وينا له مخې، په يادو ولايتونو كې يې دې كار ته ځكه پام اړولى، څو له دې لارې پانګوال، پانګونې ته وهڅوي. د سوداګرۍ او صنايعو […]

نویسنده: The Killid Group
8 کب 1389

د سوداګرۍ او صنايعو وزرات په پام كې لري چې په خوست، كندز، كندهار، هلمند او غزني  ولايتونو كې صنعتي پاركونه جوړ كړي. د ياد وزارت د چارواكو د وينا له مخې، په يادو ولايتونو كې يې دې كار ته ځكه پام اړولى، څو له دې لارې پانګوال، پانګونې ته وهڅوي.

د سوداګرۍ او صنايعو وزرات په پام كې لري چې په خوست، كندز، كندهار، هلمند او غزني  ولايتونو كې صنعتي پاركونه جوړ كړي.

د ياد وزارت د چارواكو د وينا له مخې، په يادو ولايتونو كې يې دې كار ته ځكه پام اړولى، څو له دې لارې پانګوال، پانګونې ته وهڅوي.

د سوداګرۍ وزير انورالحق احدي وايي، د افغانستان د صنعت د پراختیا په برخه کې د پارکونو لرل ضروري دي.

د هغه په خبره دوى په دې اړه په پام كې لري له ځينو ډونرانو سره خبرې وكړي، څو په يادو ولايتونو كې صنعتي پاركونه جوړ كړي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزیر انورالحق احدي وايي، د پانګوالو اساسي غوښتنه په صنعتي پارکونو کې د ځمکې غوښتل دي.

په كابل كې له پانګې اچونې څخه د ملاتړ د ادارې رئيس نورالله دلاوري بيا وايي چې دوى دا مهال د كابل د  كمريو د صنعتي پارک كار ترلاسه لاندې دی او د جمعه محمدي د پارك دويمه برخه يې جوړه كړې ده.

د نورالله دلاوري په خبره د كمريو د پارك د جوړولو په هدف یې له یوه تمويل كوونكي سره اړيكه نېولې.

دلاوري زياتوي چې په ياد پارك كې به د سلو غټو او وړو شركتونو له پاره وړ ځايونه جوړ كړي.

د دې ترڅنګ له پانګې اچونې څخه د ملاتړ ادارې رئيس په خبره، د هلمند ولايت په لښګركاه كې يو صنعتي پارك، هوايي ډګر ته نږدې په ۳۲ هكټاره ځمكه باندې د رغولو كار روان دى.

د نوموړي په خبره، د هلمند ولايت د لښكرګاه په ښار كې د بست صنعتي پارك د بريټانيا د نړيوالې پراختيايې ادارې له خوا د  ۴۰ ميلونه ډالرو په ارزښت رغول كېږي.

نوموړي دا كار په هلمند کې د کارموندنې په برخه کې ګټه ور بولي او وايي:(( موږ په تمه يو چې په ټاكل شوې بودجه به دا پارك تمويل كړو.))

د هلمند ولايت لوړپوړو چارواكي د دې كار د هركلي ترڅنګ وايي چې په سيمه كې به خلكو ته کار وموندل شي.

د هلمند والي محمد ګلاب منګل وايي:(( د دې پارک چارې چې ډېری کرنیزو محصولاتو ته ځانګړې شوي دي، ډېر مهم دی.))

هغه زياتوي چې هلمند ولايت د هېواد په كرنيزو چارو كې ياد ولايت دى او په دې پارك سره به يې ډېرې ستونزې اوارې شي.

د هلمند ولايت د والي وياند داوود احمدي د وينا له مخې د هلمند په لښكر ګاه كې جوړېدونكى زراعتي صنعتي پارك د بريټانيا له خوا تر كار لاندې دى چې شاوخوا ۳۵ فابريكې به په كې جوړې شي.

احمدي زياتوي چې دا فابريكې به زياتره زراعتي وي او له مخې به يې د سيمې زيات شمېر هغه ځوانان چې د كارموندلو لپاره نورو ولايتونو او يا بهر ته ځي  په خپل ولايت كې كار پیدا کړي.

نوموړى وايي: ((د فارمونو، غوړيو او نورو زرعتي ډول ډول توليدي فابريكو په جوړولو به دا صنعتي پارك د هېواد په كچه معياري وي.))

د هلمند ولايت د لښګرګا اوسېدونكى عزيز احمد وايي چې دا پارك يې له نږدې ليدلى او د ده په وينا په سيمه كې يې خلكو ته لويې هيلې پيدا كړې دي.

د بریټانیا د پراختیايي ادارې مرستیال اندروکیټ ويلي چې  دا كار به د هلمند په پرمختګ كې لوى لاس ولري.

هغه زياتوي :((دا ډول پارکونه کولای شي چې کاري فرصتونه رامنځته کړي.))

د غزني ښار ته نږدې د روضې اوسېدونكى عبدالسلام كامران وايي، د سوداګرۍ وزارت دا پلان د ستايلو وړ دى، په دې سره كېدای شي چې زيات سوداګر پانګونې ته وهڅېږي.

د كامران  د څرګندونو له مخې، كه دولت داسې كار وكړي نو په هغه ولايتونو كې چې دا مهال د پانګې اچونې له كبله په كې كار نه دى شوى، د كار زمينه برابره شي.

كامران زياتوي چې په دې سره به د ډېرو توكو بيې هم راټيټې شي.

خو اقتصادي کارپوهان په دې اند دي چې كه دولت په هغو ولايتونو كې چې دا مهال د امنيتي ننګونو سره مخ دي داسې پروژې پلې کړي د ډېرو ناخوالو مخه به يې نېولې وي.

د كابل ښار اوسېدونكى علي شا همت همدا خبره کوي، هغه وايي چې د پانګې جلبول د حکومت اساسي دنده ده.

د يادونې ده چې د سوداګرۍ وزارت په هېواد کې له پانګه اچونې څخه د ملاتړ په هدف د صنعتي پارکونو جوړول ضروري بولي او په دې وروستيو كې يې ويلي دي چې دوى په پام كې لري  د کابل په نیمه ښاري سیمو کې هم صنعتي پارکونه جوړ کړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA